پاچا خان او قومي تحریک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68178
سرلوڅ مرادزی
دخبریدو نیټه : 2018-01-23


 د پاچا خان د ۳۰ تلین په مناسبت
 د کوزې پښتونخوا یو ملتپال زلمي د وزیري مسېد ځوانیمرګ نقیب الله د بېرحمانه وژني په مناسبت چې دې ورځو کې د کراچۍ ښار کې د پنجابي پولیسو په ډزو وژل شوی، یوې غونډې ته د دې پوښتنې په ځواب کې چې ګواکي پښتانه هوښیار او زیرک مشران نه لري، وايي: هغه مهال چې ټولې لوېدیځي نړۍ، عربي او اسلامي هېوادونو پر افغانستان تپل شوې جګړې ته جهاد وایه، د دې ټولو په وړاندې یوازې فخر افغان پاچاخان وو چې هغه يي فساد ګاڼه. اوسمهال ټوله نړۍ دا مني چې پر افغانستان تپل شوې جګړه یو فساد وو او نن هم دی چې نه یوازې لروبر افغانان، بلکې سیمه او ټوله نړۍ يي د ګواښ سره مخ کړېده.
نوموړی زلمي زیاتوي چې دا یوازې پښتون مشر، پاچا خان وو چې تر بل هر دولتي او سیاسي مشر مخکې يي په سیمه والو او نړیوالو غاړه خلاصه کړې وه چې د داسې فساد د پیاوړتیا پرځای، د هغه مخه ونیسي او پرینږدې چې هغه سیمې او نړۍ ته خپور شي چې نن يي موږ ټول د خپرېدوشاهدان یوو!
همدارنګه له افغانانو د فخر افغان پاچا خان لویه غوښتنه دا وه چې خپلو موخو ته د رسېد ولپاره یوه قومي تحریک جوړ کړي.
په دې اړه نوموړی، پخپل تلپاتې اثر «زما ژوند او جدو جهد» کې لیکي:
«د کامیابۍ لپاره اجتماعي تحریک او قرباني پکار وي نو د چا په زړه کې چې دا قسم جذبات او احساسات پیداکیږي، هغوی ته پکار دي چې په قوم وګرځي او ځان سره د دې قسم د احساس خاوندان ملګري پيداکړي او په شریکه د ظلم زیاتي او بې عزتۍ مقابله وکړي چې په قوم کې داسې ډله پیداشي او قوم منظم کړي نو کامیابي حاصلیدای شي او هغه قوم بیا څوک غلام ساتلی نه شي. د انفرادي او اجتماعي حرکت یو فرق دا دی چې حکومتونه انفرادي حرکتونه غلی کولی او ختمولی شي همدا وجه ده چې په انفرادیت کې ویره او ترس هم ډېر وي او حکومت اجتماعي حرکتونه وژلی نه شي، ځکه چې ویره پکې نه وي.
ډېر انفرادي حرکتونه چې ډېرو غښتلو پښتنو يي رهبري کوله مغلو، انګریزانو او پاکستان خاموش او ختم کړل، مګر د خدايي خدمتګار تحریک چې اجتماعي تحریک و، نه د پیرنګیانو ظلمونو، وژلو، وهلو، ټکولو، قیدونواو فریبونو ختم کړو او نه د پاکستان دوه دیرش کلو ظلمونو، شرمولو، وژلو، جایداد ضبطولو، قیدولو، پرمټونو او لالچونو ختم کړو. په پښتنو کې ډېر لوی لوی پاچاهان او مشران پیداشوي او تېر شوي خو هیچا په پښتنو کې اجتماعي ژوند او د اجتماعي ژوند فکر نه دی پیداکړی.
اولنی تحریک خدايي خدمتګار تحریک دی چې اجتماعي ژوند او هم فکر يي پیداکړ.»
د ۲۰۱۸ کال د جنوري ۲۰ مه