په جلال اباد ښار کې ديني علماوو او د ښار يو شمير استوګنو د باران د ورښت په موخه د استسقاء لمونځ اداء کړ.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68186
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-01-25

د باران د ورښت په موخه د استسقاء لمونځ نن پنجشنبه په شيزري لوبغالي کې ادا شو ، چې د سلاکار وزير او ننګرهار والي محمد ګلاب منګل او د يو شمير ادارو مسولينو سربيره ديني علماوو او د جلال باد ښار استوګنو پکې برخه اخيستې وه.
د استسقاء د لمانځه تر ادا وروسته د باران د ورښت لپاره د پروردګار درباره ته د دوعا لپاره لاسونه لپه شو .
د ننګرهار د حج او اوقافو ريس مولوي عبدالظاهر حقاني وويل، د استسقاء لمونځ نن په ټول هيواد کې د ولسمشر محمد اشرف غني په هدايت او د حج او اوقافو وزارت په لارښوونه دباران د ورښت په موخه ترسره کيږي.
نوموړی وايي ، د استسقاء لمونځ د اسلام دستر پيغمبر حضرت محمد (ص) يو سنت عمل دی چې په وينايې يو وخت صحابه کرام د اوبو له قهتۍ سره مخامخ شو ،چې هغه مهال حضرت محمد ص د استسقاء لمونځ اداء کړ او رب العزت د رحمت باران شروع کړ .
نوموړي واېي د استسقاء معنی دوعا ده چې په دې کې پاک رب ته عاجزي او سرټيټيږي.
د استسقا د لمانځه ګډونوالو د الله ج له دربار څخه د باران د ورښت غوښتنې ترڅنګ په جلا ل اباد ښار کې د تيرې ورځې ترسره شوې بريد له امله شهيدانو ته د جنت الفردوس او ټپيانو ته د بيړنۍ روغتيا هيله وکړه.