په جلال اباد ښار کې د خونړۍ تروریستي پېښې پلان شنډ کړای شو.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68187
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-01-25

د وسله والو طالبانو د ښاري شبکې مهم غړي اسرارالله،چې مشهور په لړم دی او د لوګر ولایت اصلي اوسیدونکی دی،پلان درلود،چې جلال اباد ښار ته د وسلو او مهماتو په را لیږدولو سره په دې ښار کې خونړی تروریستي پېښه ترسره کړي،چې د ملي امنیت مؤظفینو له لورې یې پلان شنډ او لړم د یو عراده کرولا ډوله موټر،یو میل را کټ او شپږ د راکټ مرمیو سره په سره رود ولسوالۍ کې ونیول شو.
نوموړي پخپل جرم اعتراف کړی او زیاته کړې،چې پلان یې درلودو،ترڅو جلال اباد ښار ته وسلې او مهمات ولیږدوي او په ډیر نږدې وخت کې په دې ښار کې د نورو ملګرو له لورې تروریستي برید ترسره کړي.