ښاغلي ټرمپ او نورو نړيوالو مشرانو ته يو سوله ييز وړانديز :

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68196
سيد حسين پاچا
دخبریدو نیټه : 2018-02-06

د ترورېزم د له مينځه وړلو ښه نسخه ((د پاکستان مهارول، اتومي وسلې يې ضبط يا کنټرول)) او د اروپايي پارلمان د مرستيال ښاغلي ريچارد چارنسکي (Ryszard Czarnecki) هغه وړانديز دی چې ((د ډيورنډ تاريخي تېروتنه بايد جبران او د افغانستان حق دې ورکړل شي)) ده
تر څو چې پاکستان مهار او تر پنجاب پورې محدود نه شي ترهګري به په ګاونډ، سيمه او نړۍ کې خپره وي او پاکستان به له نړيوالو باج اخلي. له بده مرغه زموږ له جهاديانو بېهمته او بې ايمانه خلک پرمخ د زمکې نشته

Bruce Riedel Adviser to President Obama in 2009
“In Afghanistan we saw an insurgency that was not only getting passive support from the Pakistani army and the Pakistani intelligence service, the ISI, but getting active support”.

د ښاغليو ټرمپ او بروسيډل خبرې :
ټرمپ : پاکستان موږ ته له کلونو راهيسې له دروغو پرته بل څه نه دي راکړي.
بروس ريډل : د سي آی ای دغه دېرش کلن کارپوه پخواني مامور وايی چې پاکستان د بوش اداره په ډېره چالاکۍ سره تير ايستله. دا هغه څوک دی چې د اوباما په غوښتنه يې د پاکستانه کړه وړه له نژدې نه ښه په ځير سره وڅارل او ټول حقايق يې هغه ته وسپارل چې پاکستان له موږ سره دوه ګونې لوبه کوی.
Pakistan a particularly general Musharaf played the Bush administration like a fiddle.
پاکستان او په ځانګړې توګه پروېز مشرف د بوش اداره په ډېر مهارت سره خطا ايستله. مونږ ته يې يوازې د القاعدې هومره کسان راکول چې د بوش اداره خوشاله وساتي. هومره نه چې القاعده دړې وړې شي او د طالبانو برخه خو يې هېڅ څه رانه کړل.
BBC Two, Secret Pakistan
Double Pakistan
http://www.bbc.co.uk/programmes/b016ltpv
Afghanistan: Pakistan accused of backing Taliban

اوس د دې وخت رارسېدل دی چې سپينه ماڼۍ د پاکستان پخوانی مکار او دوه مخی پوځي ديکتاتور پروېز مشرف ونيسي او محاکمې ته يې راکش کړي چې ولې يې له امريکا سره داسې دوه مخې لوبه وخته وړله چې هم يې مفت ډالر اخېستل او هم يې القاعده، طالبان، لښکر طيّبه او نورې ترهګرې ډلې ساتلې، تمويلولې او سازماندهي کولې.
دغه مکار پوځي ديکتاتور او پنجابي بنسټ Panjabi Establishment نژدې لروبر پښتانه، بلوڅ، سنديان او کشميريان ټول له ځان سره د اسلام د مبارک دين تر نامه لاندې بونګه کړي. د دوی ټول انساني او بشري حقوق يې ترې غصب کړي چې هلته کوز په ګاونډ کې ترې هندوستان او دلته بر بيا موږ او په سيمه کې يې چين ته هم سرخوږی جوړ کړی. روسانو ته يې خو موږ بوجۍ دين وروزلو او بيا طالب وروزلو او نن داعش وطالب دواړه يوځای روزي. هم ډالرې اخلې او هم خپله تپل شوې جګړه د طالب وداعش تر نامه لاندې دلته په افغانستان او هلته ښکته په کشمير کې بيا له هند سره د لښکر طيّبه يا جماعة الدعوة تر نامه لاندې مخته وړي.

له دغه هندي الاصله مهاجر مکار ديکتاتور پوځي بايد وپوښتل شي چې ولې يې طالبان بيرته پر پښو ودرول. نوموړي خو خپله له ګارډين ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې ورته اشاره کړې وه. يو دا چې پخواني افغان مشر حامد کرزی کمزوری يا افغانستان کمزوری او بل دا چې له هند سره د طالب پر لاس خپله نيابتي جګړه مخته يوسي او دا دواړه کاره يې وکړل. دا هماغه اصل دی چې بابر په خپله مرکه کې له ښاغلي فرهاد علي خاور سره کړې وه.
The Five Evils who destroyed Afghanistan:
Former interior minister of Pakistan , General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Alo Bhutto . He (Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar, Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus, we started “to destabilize” and “burn Afghanistan”.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

General Akhter Abdur Rehman:
General Akhter Abdur Rehman who was the head of ISI during Zia ul Haq era, once said KABUL MUST BURN.

د افغانستان په تړاو د ولسمشر اوبا مهم سلاکار  بروسيډل په سي آی ای کې دېرش کلنه تجربه لرله.
The United States and its NATO allies faced cartographic defeat in Afghanistan…
امريکا او د هغې متحدين په افغانستان کې له يوې سختې ماتې سره مخامخ ول. داسې يوه جګړه چې موږ په خورا چټکۍ سره بايلله. دا مهمه او بيړنۍ وه چې دغه حالات بدل کړای شي. په همدې ترڅ کې داسې يوه پېښه رامينځته شوه چې د امريکا ولسمشر ته يې ثابته کړه چې پاکستان او اړوندې ادارې يې له قابو وتلي. دا د هندوستان پر سوداګريز مرکز ممبي ښار همغږي بريدونه وو. بروس ريډل وايی :
I told to the elected president of America that behind of every thing is Pakistan
ما د امريکا منتخب ولسمشر ته وويل چې ټول شواهد پاکستان ته ګوته نيسي او دا د پرېکړې مهمه شېبه وه. لشکر طيّبه له هند سره جګړې لپاره آی ايس آی جوړه کړې وه، خو پاکستان د ممبي په بريدونو کې هر راز لاس لرل ردوي. سي آی ای وروسته معلومات ترلاسه کړل چې آی ايس آی د ممبي بريد کوونکيو ته په مستقيمه توګه روزنه ورکړې وه. او ولسمشر اوباما وار له مخه د اقدام کولو پرېکړه کړې وه. بروس ريډل په دې اړه وايی :
The range came and I heard a familiar voice came on and said Bruce how are you? I am Barak.
زمونږ تېلېفون زنګ وواهه او يو اشنا غږ مو واورېده چې ويل يې : بروس څنګه يې ؟ زه بارک يم او تا ته يو وړانديز لرم. ښاغلي ريډل ته وويل شول چې هغه دې د هغه پاکستان په تړاو پلټنې وکړي چې د لويديز د سترګو پټ دی. بروس ريډل هر هغه استخباراتي معلومات وارزول چې د ترهګرو ډلو سره د پاکستان د اړيکو په تړاو د امريکا په لاس کې وو. او تر ټولو مهمه له طالبانو سره د پاکستان د اړيکو په باب او بروس ريډل دې پايلې ته ورسده:
All the intelligences were credible…
زموږ استخباراتي معلومات بالکل څرګند وو. آی ايس آی په افغانستان کې نېغ په نېغه د اورپکو ملاتړ کاوه. پاکستان طالبانو ته روزنه ورکوله. ورته يې چندې ټولولې او ان پر ناټو ځواکونو د بريدونو لپاره يې کارپوه کسان له طالبانو سره افغانستان ته لېږل.
د ښاغلي ريډل په باور د پاکستان آی ايس آی د لوبې اصلي لوبغاړی وو. ښاغلي ريډل وايی :
The ISI is a professional intelligence agency. People don’t know…
آی ايس آی يوه مسلکي استخباراتي اداره ده. داسې څه نه ده چې د پوځ د مشر له اجازې پرته دا کسان ځي د هېوادونو په سفارتونو کې چاودنې کوي او يا ترهګرو ته ټوپکې او پيسې ورکوي. دغه نظر چې ګواکې آی ايس آی دې يو خپلسرې اداره وي فقط افسانه ده.
بروس ريډل خپلې موندنې له ولسمشر اوباما سره شريکې کړې او ورته يې وويل : پاکستان د کلونو راهيسې له مونږ سره دوه ګونې لوبه کړې او ښايي چې دغې کړنې ته دوام ورکړي.
په داسې حال کې چې ښاغلي ريډل خپلې موندنې له ولسمشر اوباما سره شريکولې، يو بل امريکايي وګړی د داسې پېښې شاهد وو چې د طالبانو او پاکستان ترمينځ د اړيکو څرګندونه يې کوله. پيتر روب د نيويارک ټايمز خبريال د کابل په سويل کې د طالبانو له يو قوماندان سره د مرکې لپاره وخت اخېستی وو. او هلته د تلو پر مهال طالبانو يرغمل کړ.
په افغانستان کې دننه له څو ورځني سفر وروسته نوموړی پاکستان ته ورواستول شو. پيتر روب د حقاني ډلې غړو يرغمل کړی وو. ښاغلی روب د څو مياشتو لپاره بېلا بېلو ځايونو ته لېږدول کېده او يوځل د حقاني زوی پخپله په ګاډي کې هغه لېږداوه چې د پاکستان له امنيتي ځواکونو سره مخامخ شو.
Badruddin Haqqani stepped down the vehicle and he actually waved to the Pakistani solders…
بدرالدين حقاني له ګاډی ووته او پاکستاني سرتېرو ته يې لاس وخوځاوه او بيرته په ګاډي کې کېناست. هغه ما ته وويل د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمينځ اوربند دی. او طالبان يوازې له موټر نه بايد کوز شي او سرتېرو ته ځان وښيي او بس.
پيتر روب بالاخره په ميرانشاه کې د طالبانو په يو پټنځای کې بندي کړی شو.
I was held in Miranshah and took by making blasts…
په هغه ځای کې چې زه ساتل کېدم په هماغه سيمه کې طالبانو ته د بمونو جوړولو روزنه ورکول کېده او لوی چاودنې کېدې. نژدې د امنيتي ځواکونو يوه پوسته ته هم وه، خو هغوی يو ځل هم دغه ځای ته رانغلل چې وګوري چې څه تيريږي؟
ښاغلی روب او د هغه ژباړونکی يوه شپه چې د هغوی ساتونکي وده شوی وو په تېښتې بريالي شول. ځانونه يې د ميرانشاه په مرکز کې پوځي اډې ته ورسول او له هغه ځايه خوندي سيمې ته ولېږدول شول. وروسته د آی ايس آی چارواکي د پلټنو لپاره راغلل. ده ته معلومه شوه چې يرغمل نيونکي نه دي نيول شوي او د آی ايس آی چارواکو هڅه کوله چې ومومي چې دی څنګه په تېښتې بريالی شوی؟
The Haqqani actually took the guy and hang over to the ISI.
د حقاني ډلې هغه ساتونکی آی ايس آی ته سپارلی وو او آی ايس آی دغه ساتونکی شکنجه کړی وو. او د دې پرځای چې ورنه وپوښتي چې ولې مو يو امريکايي ژورنالېست چې د مرکې لپاره مو غوښتی وو يرغمل کړ. له هغې نه يې وپوښتل چې ايا دغه امريکايي ستا کورنۍ ته پيسې ورکړې وې؟ او تا د حقاني ډله له دغو پيسو نه بې برخې کړه.
You have deprived Haqqani from the money.
امريکايي ديپلوماتانو د پيتر روب تجربه هم د پاکستان پر وړاندې د تورونو په لړ کې ورزياته کړه. پاکستان ټينګار کاوه چې د اورپکو پر ضد جګړه کوي او اورپکو پر پاکستان تور لګاوه چې د امريکايانو د خوشاله کولو لپاره له خپل حد او بريد نه اووښتی او په ښارونو يې بريدونه پيل کړل.
په ۲۰۰۹ م کال کې څه د پاسه ۶۰ ځانمرګي بريدونه وشول چې څه باندې ۲۰۰۰ ولسي وګړي يې ووژل.
د ۲۰۰۹ م کال په پسرلي کې طالبان د پلازمينې سل کېلومترۍ ته راورسېدل او پاکستاني پوځ يې په وړاندې سخت عمليات پيل کړل، خو امريکايان له دې امله زړه تنګي شوي وو چې پاکستان د هغو طالبانو پر ضد ګام نه دی اخېستی چې په افغانستان کې يې امريکايان وژل. خو جنرال محمو دورانی دېته په په ځواب کې وايی :
There were so many people we can take and they take on whole world why we should…
داسې ډېر شمېر خلک دي چې مونږ يې پر وړاندې بايد جګړه وکړو، خو مونږ نه شو کولی چې له ټولې نړۍ سره وجنګيږو. ولې بايد پاکستان د افغان طالبانو له يوې ډلې سره جګړه وکړي چې د پاکستان پرضد هېڅ څه هم نه کوي. يوازې د دې لپاره دا کار وکړي چې امريکا وايي نه داسې نه شي کېدای.
*** *** ***
د افغانستان په تړاو د ولسمشر اوبا مهم سلاکار  بروس ريډل په سي آی ای کې دېرش کلنه تجربه لرله.

There were so many people we can take, and they take on whole world why we should…
داسې ډېر شمېر خلک دي چې مونږ يې پر وړاندې بايد جګړه وکړو، خو مونږ نه شو کولی چې له ټولې نړۍ سره وجنګيږو. ولې بايد پاکستان د افغان طالبانو له يوې ډلې سره جګړه وکړي چې د پاکستان پرضد هېڅ څه هم نه کوي. يوازې د دې لپاره دا کار وکړي چې امريکا وايي نه داسې نه شي کېدای.

د ملت او ځوان کهول پاملرنه :
پاکستان له لسيزو راهيسې يا په بله مانا له خپل پيدايښته تر دې دمه له موږ سره دښمنی پاللې ده، اوس يې هم پالي او بيا به يې هم پالي، نو موږ ته په کار ده چې لږ هوښيار اوسو. په دې پار چې زموږ نوی نسل (کهول) په اسلامي وعصري علومو کې ځان مخته کړو او نور د چا د سياسي ملايانو پسې ولاړ نه شو.

نن ورځ ناپوه نشته. هر څوک ښه و بد پېژني.
له خپل هېواد او خلکو سره مينه او ژمنه له الله تعالی سره مينه او ژمنه ده.

په درنښت