سره رود ولسوالۍ کې د نږدې څلویښت جریبه ځنګل باغ د بیا احیاء کولو چارې پیل شوې .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68212
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-02-10

ننګرهار ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د کرنې او مالدارۍ ادارې له لورې د شاوخوا څلوېښت جریبه ځنګل باغ د بیا را ژوندي کولو چارې نن د سلواغې په ۱۹مه پیل شوې .
د یوکالپتس ونو یاد ځنګل باغ څو لسیزي وړاندې د بادونو د ماتوالي او د سره رود سیند څخه د تخریب د مخنیوي په موخه احداث شوی وو،چې د تېرو جنګونو او وچکالۍ کې يي یو شمیر ونې وچې، قاچاق او له مینځه یوړل شوې .
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د طبیعي زیرمو د آمریت له لورې د یاد ځنګل باغ د بیا احیآء کیدو په موخه د يوکالپټس یو شمیر نوي نیالګي کینول شول.
د نیالګیو د کېنولو په یادو مراسمو دننګرهار د کرنې ادارې رئیس پوهنمل رفیع الله رحیمزي سربیره د یاد ریاست د مصنوعي ځنګلاتو عمومي مدیر محمد وحید بابري، دجلال اباد ښاروالۍ او د UNHABITAT کارمندانو ګډون کړی وو.