مالیې وزیر د ګمرکونو نړیوال سازمان (WCO) له سرپرست سره وکتل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68214
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-02-10

 

مالیې وزیر اکلیل حکیمي د ګمرکونو نړیوال سازمان له سرپرست ښاغلي ریکارډو ټریوینو، سره وکتل.

دواړو لوریو د افغانستان د ګمرکونو لپاره د اصلاحاتو په نوې سټراټېژۍ، د کارکوونکو د وړتیا لوړولو او اصلاحاتو پلي کولو لپاره په ورکشاپونو او پروګرامونو، د ګمرکونو په عصري کولو، په ګمرکونو کې له فساد سره په جدي مبارزې، د ملي عوایدو په ډېرېدو، د ګمرکي سیستمونو په برېښنایي کېدو، په بندرونو کې د ټرانزیټ او سوداګرۍ لپاره په اسانتیاوو او له سیمه ایزو هیوادونو سره د افغانستان د ګمرکي سیستمونو په نښلولو هر اړخیزې خبرې وکړې.

همدا شان مالیې وزیر د ګمرکونو له نړیوال سازمان سره د افغانستان د اړیکو پراخولو په موخه ښاغلی محمد الکوزی یې د ګمرکونو د تخنیکې اتشې په توګه معرفي کړ