ډارن که مهربان مشر؟!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68217
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2018-02-17


مشره ستا ګناه وه ، تا ولي له بوله سره خپله پاجامه شریکه کړه
 ته یې په نوم خوشاله سوې د ولس سره دي پرې خپله اړیکه کړه
 تول کهتر او شوتر دي پر ځان په غرتو لاسي خپله آموخته کړه
 اول دي نیمه باچاهي خپله ایله غل اوغش ته بې ټکه او ټوکه کړه
 اوس چې خوله درباندي دغرتکو،چکه چورو ډیره ښه خوندېدلې ده
 بې قانونو ته لاس کې د قانون سوټی نیسه ټنده ورته سمه غوټه کړه

***
مشره یو وار دي د غلو دغرتو له ډوغډوغې سره واکونه پټوار کړه
 دهغو خوله وخوندېده ،دپوچ کارتوس لوبه یې بیا بیا درته تکرار کړه
 کله یو کله بل موږک په وار د ډارن زمري قانوني لکۍ په غاښ کړي
 د زمری د خشم ترمخه هغه هر وار شنه نارنجي حرکتونه اخبار کړه
 هیڅ شرط يي مه منه پریږده چې اخیر څه کوي خو مګر تکړه سه
 که يې غیر قانوني کار وکړ بیا يې لکه خونی سپی په سوټي مردار کړه
***
مشره په خوله دي اوس نه کوي چولر قومندان
 هم دي یې په خوله نه کوي دا اوتر شوتر والیان
 دتاریخي زرینوکرښو څخه داسې مالومیږي دلته
 په بوده خلکو کې ښه نه چلیږي ابوالبشرمشران
 چې څه ونه وايې پر سر دي له ګاولوسره خیژي
 د جابر مشر بیا دي ټوله شاتر او مرییان
 په ډار او مهرباني دا څوکۍ لا نوره هم وړه کیږي
 مشره دلته په باختر کې کله چلیږی رهبر مهربان
 هغه چې دخپل وهي هم دبل وهي حق په ناحقه
 هغه بداختران کیږي ټوله دلته زموږ مهتر اتلان
 خدای دی له وطنه ورک کړي داسې بېعقله خلک
 په هغو چلیږي دا ټوله پردي جنتر منتر بزرګان
 وطن ښکنځلو ته په پټه خوله نه اداره کیږي
 خوله ورماته ول په کار ده د هر یاغي شریر پهلوان
 سړی یو وخت خاورې کیږي تاریخ تل پاته کیږي
 دخپلو کړو څوک شاه شجاع سي څوک وزیر اکبر خان
***

شبکوره افغانان چې یو وار پر چا آموخته سوه
 توپیر يې په نسته چې هغه شخ برېت نر که ښځه سوه
 چې شوده افغان ته يې له اوله ورځ شخ ښکاره نه کړې
 هروخت یې ورته بیا د بیرغ دنده کول ټول بې ګټه سوه

 مشره په ویده سپاهي کله هم پهره مه کوه
 په ګوډ سپاهي ډیره ډیره منډه مه کوه
 په کوږ ډډ ګوره کله هم پوره تکیه مه کوه
 په سپین ږیرو دوستانو هم ګوره توره مه کوه