غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68235
پوهنمل محمد وارث
دخبریدو نیټه : 2018-02-20

 

په سپرلي کې هم له بڼه ګلان تښتي
 بې له شکه له خزان بلبلان تښتي

 دلونګو بو ټي چا کړه له نظره
 ځکه اوس خو نیمه خوا شو باغوان تښتي

 په هنر او تدبیر کله راستنیږي
 دا قانون دی چې به روح له انسان تښتي

 چې له خټې غیرتي وي پیدا شوی
 چا ویلې چې له جنګه افغان تښتي

 مونږ دوخت په انتظار سرونه سپین کړه
 امیدونه خو زما په ګومان تښتي

 که د مینې کر دې وکړ ای (وارثه )
نفرتونه به د هر چا له ځان تښتي

 اوسلو ـ ناروې