ددوستی فرهنگی ټولنې دخواشينۍ اوډاډگېرني پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68244
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2018-02-24

دادغم له پاسه غم دی تيرويرونه مولاهير سوی نه وو چي د پښتوژبي لوي شاعر،ليکوال ،څيړونکی د علم ،ادب ځلانده ستوری ،فرهنگی لوي شخصيت اوپېژندل سوی مبارز او د ویښ ځلمیانو دغورځنک فعال غړی سرمحقق عبدالله بختانی ندورپېښی ناروغی له امله ناببره په حق ورسيد اوزموږ یې يوازي پرېښودلو . انا الله انا اليه راجعون دمرحوم دبختانی صاحب مرګ د پښتوادبی ، علمی او فرهنګی جونگړي لپاره داسي يوه لويه تشه پرځاي پرېښودل چې ډکول به یې تر ډېره گران کاروي ،مرحوم دافغان ولس لپاره يوه لويه اوجبيره نه کونکې ضايع ده . مرحوم سرمحقق بختاني د هېواد په ادبي ډګر کې د پام وړ هڅې کړي او په لسګونوکتابونه اوبې شمېره ليکنې يې هيوادوالوته په ميراث پرېښودې . په سويډن کي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگه پداسي حال کښي چي دارواښاد سرمحقق عبدالله بختانی مړينه دټول هيواد لپاره ستره غميزه اولويه ضايع اوځان پدې ستره غميزه کي شريک بولوي . د لوي څښتن له درباره څخه ارواښاد مرحوم استاد ته جنت الفردوس دکورنیپاتې کسانو، دوستانو،دعلم ،پوهی اوقلم خاوندانو ته جميل صبر غواړو . روح دي ښاد او ياد دې ابدی وي .الحکم الله دټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور