توکل!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68258
عزت الله (ذکي)
دخبریدو نیټه : 2018-03-11

تل توکل په رب کوه چي مايوس نه شې
په هر دم رب يادوه چي بې وس نه شې
<<<<>>>>
مصيبت کي که ايسار شوې خير يې غواړه
په آُميد رطب شکوه چي هيڅ بس نه شې
<<<<>>>>
د پاک ذات د نعمتو ناشکري مه کړه
دا غضب ځان پوه کوه په هوس نه شې
<<<<>>>>
په باطلو وسوسو که زړه سلطه شو
حق مطلب تعقيبوه چي قفس نه شې
<<<<>>>>
په تدبير به خپل تقدير هيڅ تغير نه کړې
لوړ منصب مه خوښوه چي ته پس نه شې
<<<<>>>>
د ظاهر پرځای باطن له باطل پاک کړه
د طيب لار خپلوه چي په ترس نه شې
<<<<>>>>
ټول مخلوق ځمکه اسمان يې ثناخوان دي
ستر صاحب مه هېروه چي بې کس نه شې
۲۰۱۸/مارچ/۵مه
کندهار