په کندهار پوهنتون او کادري روغتون کي دوې ودانۍ پرانيستل سوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68263
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-03-31

د شنبې په ورځ  د لوړو زده کړو وزير ډاکټر نجیب الله خواجه عمري کندهار ولایت ته سفر وکړ او د کندهار والي  زلمي ويسا سره يې يو ځاي لومړی په کندهار پوهنتون کي د ايډيټوريم او وروسته په کادري روغتون کي د لابراتوار ودانۍ د پټۍ په پرېکولو سره پرانیستلې.

د يادو ودانيو تر پرانيستلو وروسته د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر نجیب الله خواجه عمري، د ياد وزارت معین انجنير عبدالتواب بالاکرزي او ورسره راغلي پلاوي په ولایت مقام کي پر داسي مهال د کندهار والي  زلمي ويسا سره وکتل چي د ولایت مقام مرستيالانو هم حضور درلود.
وروسته د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر نجیب الله خواجه عمري په خپلو خبرو کي ډاډ څرګند کړ چي د ستونزو په حلولو کي به کوټلي ګامونه واخلي او د کندهار پوهنتون د اړتياوو په پوره کولو کي به جدي هڅي وکړي