په کونړ ولایت کې د ولسي تړون پروګرام ددوه سوه پنځلس میلونه افغانیو په ارزښت د رغونیزو پروژو چارې پیل شوې.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68267
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-03-31

په کونړ ولایت کې د ولسي تړون پروګرام په لومړي پړاوکې ددوه سوه پنځلس میلونه افغانیو په ارزښت د رغونیزو پروژو چارې پیل شوې.
کونړ ته کلیوبیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمان کریمي د سفر په ترڅ کې د ولسي تړون پروګرام رسما پیل او ترڅنګ یې د یاد وزارت د (۶۰٬۰۰۰٬۰۰۰) ملیونو افغانیو په لګښت د کرهالې (۸۰۰)متره اوږد بولډروال او د وټه پور ولسوالۍ (۳۵) متره پوخ اساسي پل،چې د کونړ درې ولسوالیو ترڅنګ د نورستان ولایت اوسیدونکو ته به هم اسانتیاوې رامنځته کړي نن د وري په (۸)مه د کونړ والي وحیدالله کلیمزي ،دکلیو بیارغونې او پراختیا وزیر او یو شمېر نورو مشرانو په لاسونو د پټۍ په پریکولو سره ګټې اخیستنې ته وسپارل شو .
له همدې امله په جوړه شوې غونډه کې د کونړ والي وحیدالله کلیمزي راغلو ملیمنو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ وویل د ولسي تړون پروګرام ،چې له مخې به یې کلیوالي سیمې له ښارونو سره ونښول شي او خلکوته به یوشان پراختیایي ،اقتصادي او ټولنیزې اسانتیاوې برابرې شي ګټور او موثر وباله ،ښاغلي کلیمزي وویل د کونړ ولسونه د نظام پلویان دی ،څنګه چې لازمه وه پاملرنه ورته نه ده شوې، کونړ والي د اسعد اباد ولایتي روغتون ،د نغلوڅخه دبریښنا لین انتقال او سړکونو جوړیدل د خلکو لومړیتوبونه یاد کړ او په یاده برخه کې یې دکابینې وزیرانو د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه .