آیا له افغان سولې پرته کوم بل بد یل شته ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68269
محمد انور ولید
دخبریدو نیټه : 2018-03-31

 

په اقتصادي ژبه ؛ هرشی چې پولي ارزښت ولري ، هغه ته اقتصاد ویل کېږي ، چې د هرشي دارزښت کمیت د همغه شي له کیفیت ، خصوصیت اواصالت سره تړاولري . که چېرته شی پولي ارزښت ونه لري ، هغه ته بیا اقتصاد نه ویل کېږي .

په سیاسي ژبه ؛ د ملي یووالي اوملي ګټوخوندي کولوپه خاطرپه کورد ننه ، اوله کوره د باندې په ټولوملي ، سیمه ئیزواونړیوالو اړیکو، معاملاتواوتعاملاتوکې ټولوحقیقي اوحقوقي ابعادوته په پام سره د دوامداره اړیکوتوازن اوتعادل برقرارساتلوته سیاست ویل کېږي . که په سیاست کې د طرفینوترمنځ د ذات البیني معاملې په صورت کې د توازن اوتعا د ل اصل په پام کې ونه نیول شي ، هغه سیاست به ناکام اومنفي پایلې ولري .

د معاملاتوپه ژبه ؛ که د بائع اومشتري دووکسانوترمنځ د بیعې اوشرا په تړاود نغد یا جنس په کومه معامله کې صداقت ، مهارت اوباورموجود نه وي ، هغه معامله ترپایه دوام نه شي کولی ، ځکه بائع اومشتري دواړه باید یود بل لازم اوملزوم ، یا په بله ژبه ؛ یوله بل سره ند یم اوند م وي . که معامله یې ترمنځ رغنده اوښه وه ، په بیا بیا له یوبل څخه د نوروذات البیني معاملوغوښتونکي وي ، خو په دې ډول معاملوکې الله تبارک وتعالی خپلو بنده ګانو ته امرکړی چې ؛ کله له یوبل سره د یوه شي معامله کوۍ ، نوویې لیکۍ او صالح اوثالث بالخیرشاهدان ونیسۍ . ځکه انسان فراموش کاراوظلوم الکفارمخلوق دئ .

اوکه معامله یې ترمنځ خرابه اوپه درغلیوباندې ولاړه وه ، نود نورومعاملوخویې پرته له جبیرې څخه بل بدیل اوامکان نه وي ، بلکې معامله یې په لویواوپراخوشخړواوبد یوسره هم بد لېدای شي . هلته بیا انسان په خپل نفس اوشیطان باندې ځکه حاکمیت نه لري چې د خپل طاغي اوسرکشه نفس په مرسته شیطان حکومت ورباندې کوي ، حقیقت په بډه وهي اود مظلوم حق د بې عدالتیوپه دادګاه کې دغرغرې په پړي په دارځوړند وي .

یومتخصص اومعالج انسان دوسته ډاکټرچې د کوم داسې ناروغ بېخپوره درملنه کوي ، هغه لومړی د ناروغ د ناروغۍ ورپېښېد و رېښې ترڅېړنې لاندې نیسي ترڅوناروغي یې تشخیص کړي ، د ناروغۍ ترتشخیصولو وروسته ددارودرمل آزموینې ورباندې پیلوي بیا د هغو اغېزې په ګراف کې هره ورځ ګوري . کله چې پرخپل تشخیص باندې ډاډمن شي نودارودرملوته د خپل طبي تقسیم اوقات سره سم پرله پسې درملنه پیل کړې ، ترهغوچې ناروغ په بشپړه توګه ډاډمن صحت پیدا اووایرس یې په وجود کې له منځه ولاړشي .

همداسې د (۴۰) کلن ناروغ افغانستان علاج هم درواخله . ځکه د افغانستان جګړه ئیزه اود ملي نفاق ناروغي آن ترمزمن حالت هم ورآوښتې چې دې ناروغۍ د افغانستان ټولوبنسټیزوملي ، قومې ، مذهبي ، کلتوري ، اقتصادي ، امنیتي ، زراعتي ، تجارتي ، تعلیمي ، تولیدي ، سیاسي ، ټولنیزو، بشري اوحکومتي نهادونواونورواړخونوته له کلونو را هیسې زیانونه اړولي چې اوس یې پرته له بین الافغاني سولې څخه بله لاره اوبدیل هم نه ترسترګوکېږي .

ځکه افغانستان د وارداتي تپل شوې جګړې قرباني دئ اودغه له هراړخیزه مېکروبونوڅخه ډکه پردۍ جګړه خنثی کېد واوختمېدوته اړتیا لري ، خوپه څه ډول افکارو، کوموخولواوکومواشخاصوباندې دا کارترسره کولی شو؟

که د افغانستان د ورپېښې غمیزې پیل ، منځ پانګه او بېخ وڅېړو ، نو دا به را ته جوته شي چې د افغانستان خاموش اګثریت په سرکې سرې ، اوورپسې تورې بلاخوړلی . د فکري اوسیاسي ناروغیو پرازیتونه هم د هغوی په اکواریمونوکې ورته وکرل شول ، ځکه خونن افغان سوله د ترورېزم په ناسوربدله شوه .

سترنړیوال استخبارتي زبرځواکونه خپلوسترو پروژواو اهدافوته د رسېدو په موخه په خپلوکې سیالۍ سره لري ، چې پرسریې کله په خپلوکې سره ښکرپه ښکراوپه افغانستان او سیمه کې د جګړولامل شوي اوکله یې د جګړو مدیریت له یوه څخه بل ته اوله بل څخه بل ته په نیابتي توګه سپارلی ، خوپه کې سوځولي یې هغه خلک دي چې په سیمه کې یې بېرحمانه تمام عیارعارضي او فکري اورونه په کې بل کړي او پرمټ یې په فکري لحاظ هغوی د خپلمنځي نفاق په اورکې وریت کړي ، نظامونه اوملتونه یې په خپلوکې په سړواوتودوجګړوسره اخته کړي اوپه فزیکي لحاظ یې د باروتو په جهنمي اورونو اوشنولوخړوکې ورک ، تیت پرک ، برباد اوله خاورو سره خاورې ایرې کړي ، ملي شتمنۍ ، تاریخ اوفرهنګ یې یرغلګروترې وړی ، اوځایي خلکوته یې د تلپاتې بېوزلۍ اومزدورۍ پېټی پراوږو وربارپه میراث ورته پرې اېښی دئ .

هو! د ټولواستعماري ځواکونود پټواوښکاره مداخلواصلي انځوراومیراث همدغه دئ چې تل یې په خپل نوبت په استعمارځپلیوسیمواوهېوادونویوازې خپل منفي جال اوسیوری غوړولی دئ .

افغانستان هم له همدې هېوادونو یودئ چې له تېرو (۴۰) کالورا په ایسته د ټولونړیوالونورمونواوکنونسیونونو، د خاورې دتمامیت ، هوایي حریم ، خود ارادیت ، قانون اونظام خلاف څوڅوځلې د بهرنیوهېوادوترمستقیم یرغل لاندې راغلی اودا لړۍ ترنن پورې همداسې غځېدلې پاتې شوې چې هراړخیزځاني ، مالي اوملي نه جبران شوي زیانونه یې افغانستان ، افغان نظام اوافغانانوته وراړول شوي ، خوګټې نوروپه کې وکړې .

داچې پرافغانستان باندې ولې له بهره تېري روان دي ؟ علتونه اولاملونه یې څه دي ؟ دا به لاندې په لنډ ه توګه وڅېړل شي :

لومړی : ـــ  پخواني شوروي اتحاد ولې پرافغانستان باندې د ځمکې اوهوا له لارې پوځي یرغل وکړ؟ ولې یې د افغانستان استقلال ، قانون ، ارضي تمایت ، هوایي حریم اوخلکوته په سپکه سترګه وکتل ؟ ولې بېرته ووتل ؟ پاکستان ولې په دغونړیوالو پروژوکې دخیل ؤ؟ مجاهدین ولې په څو ټوټوسره ووېشل شول ؟ ولې یې د بېننسېوان غیرمنطقي اوناشوی فامول د افغان نظام په اړه د افغانانو په غیاب کې عملي کړ؟ ولې یې د طالبانومصنوعي پروژه جوړه کړه ؟ ولې یې لومړی په دري ژبواوورپسې پرپښتنوباندې جګړه ورتحمیل کړه ؟

دوهم : ـــ  کله چې د امریکې په مشرۍ ائتلافي ځوانو پرافغان هوایي حریم باندې ځانته د پوځي تجاوزحق ورکاوه ، نولومړی یې د سپتمبرتر(11) پېښې مخکې ولې له پاکستاني سیاسي اوپوځي چارواکوسره په امریکه کې کتل ؟ د طالب رژیم ترړنګېدو وروسته ولې طالبان بېرته د پاکستان د حکومت اومذهبي سیاسیونو په خوله سره راټول اود افغانستان د حکومت په وړاندې یوځل بیا ودرول شول ؟ ولې القاعده او ترورېزم د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه لومړی پاکستان ته سره را ټول ، هلته تنظیم او په افغانستان کې وجنګول شول ؟ ولې د امریکې له خوا پاکستان ته پیسې ورکول کېدلې ؟ ولې ترورېزم وده په کې وکړه ؟ ولې جګړه د توپ ، ټانک اونورودرنووسلوپرځای انتحاري واسکټو ته واوښتله ؟ آیا یهودي جنګي مربیونوهم په دغه ډول خطرناکو ټرېنېنګونوورکولوکې خپل ځانګړی رول درلود که څنګه ؟ اوس ولې جګړه له طالبا نواوالقاعده پروژوڅخه داعش ته واوښتله ؟ حزب التحریرپروژه به د خلافت نوم ترکومې کچې په دې جګړه کې بدنام کړي ؟ ولې امریکې او ورسره ټلوالې یې په دا تېرو (۱۷) کالو کې په پاکستان کې پوځي عملیات و نه کړل ، په داسې حال کې چې د ترورېستانودتمویل ، تجهیزاوپټن ځایونواصلي وطن هم پاکستان ؤاودئ ؟

درېیم : ـــ اوس ولې امریکایان خپلې پښې سپکوي اوپه افغانستان کې د جګړې قومانده یوځل بیا روسانوته سپاري ؟ روسانو ولې یو ځل بیا په افغانستان کې ددې جګړې اجاره کولوته زړه ښه کړی ؟ ولې د بن د پروژې پرړنګېدوسره سلا شوي ؟ ولې افغان حکومت خپلو افغاني پروژو او پلانونو عملي کولو ته په قلاره نه پرېږدي اوله هرې خوا د خپلو پلانونو د نه عملي کېدو پلمې ، دوسیې اودسیسې ورته جوړوي ؟ ولې د افغانستان د خلکواونظام کورني ، سیمه ییزاونړیوال دښمنان ورځ تربلې زیا تېږي ، کمېږي نه ؟

له دې ټولو داسې معلومه شوه چې روسان ، پاکستانیان اوناټو ټلواله ټول د افغانستان د معدنونولوټ کولواوغلا ته راغلي وواوراغلي دي ، ځکه خودوی زموږ په هېواد کې د سیاسي ، امنیتي ، نظامي اواقتصادي فضاء اوبه خړوي اودوی خپل کبان په کې نیسي . ځکه سوله په افغانستان کې نه راځي اونه خوڅوک بین الافغاني سولې ته پرېږدي . په داسې حال کې چې پرته له افغان سولې بل هېڅ بدیل هم وجود نه لري .

پایله دا چې زه پرټولوحکومتي اوحکومتي ضد کړیو( معاش خواره اپوزیسیون ) ، افغان مخالفووسله والوطالبانواوګاونډیانو باندې په ځغرده غږ کوم چې ، په افغانستان کې د افغان حکومت او نظام ترڅنګ دې په صداقت سره ودرېږي ، افغانستان دې د ړنګېدو پر ځای ورغوي ، افغان حکومت دې خپلوملي پلانونوعملي کولوته پرېږدي ، ترڅود یوموټی پیاوړي اوپرخپلو پښودرېدلي با امنه افغانستان د موجودیت په صورت کې خپله هم د آرام او هوساینې او بسیاینې سا واخلي . که نه نوګاونډیان اوټوله سیمه به یوپربل پسې ترافغانستان اوسوریې بد تره خرا ب شي . باید دا وخت له لاسه ورنه کړي . وما علینا الاالبلاغ  ، له توجه څخه مو نړۍ مننه .