غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68270
پوهنمل محمد وارث
دخبریدو نیټه : 2018-03-31

ګوره هرماښام په سر راواړوه
ډک دمیو جام په سر راواړوه

تم به د ژوندون دغه شیبې نشي
ستړی جام مدام په سر راواړوه

یوځل د خیالو ټال کې وځانګه
ډک ډک یې د بام په سر راواړوه

لومې یې له بیخه بیا راوریبه
مه ویریږه دام په سر راواړوه

کله که ( وارث ) په دغه لار تللو
وکړه بیا سلام ، په سر راواړوه

اوسلو - ناروې