طالب ستړۍ خدای ناراضه!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68272
محمود نظری
دخبریدو نیټه : 2018-03-31

 


طالبه دا ستا لاره سیده نه ده!
دا لاره خدای ږو راسته نه ده
دا ستا هلي ځلي چې زه وینم
ستا دا قرباني ټوله حلاله نه ده
د لات او منات نوم پرې یادیږي
ستا دا قرباني دالله په نامه نه ده
لږ څه غو ر وکړه په دې لاره کې
دا لار سمه دمه آواره نه ده
ته ولي بې ګناه مسلمانان وژنې؟
دا لاره سمه د تګ لاره نه ده
یو وار خپله نخښه له سره وګوره
درنه لږ ختا دا چاره نه ده ؟
آیادا لاره سیده جنت ته ځي؟!
دا دتور کافر دولکې لپاره نه ده؟!
خدای کله ختا وځي طالب جانه
مګر دا کار له نفس اماره لپاره نه ده
***
دنن جهاد په توره او چکمک توپک نه کیږي
کله دکافر کله دمسلمان په خدمت نه کیږي
په مدني ډول دوطن دښمنان ټوله وغنده
دنن جهاد بیله ددنیا دسیاست نه کیږي
اصلي خاین دنیا ته رسوا او اشوا کړه
چپه خوله ناست د وطن کرامت نه کیږي
طنز او مقالو دعامو خلکو سر خلاص کړه
دا کار د خاینانو په لا نور عزت نه کیږي
خاین په سړک بې لنګوتې اوپرتوګ کړه
داشی نور په شرافت او انسانیت نه کیږي
هر ورځ مظاهرې وکړه او شعار ورکوه
داکا ر اوس د ولس بې مشراکت نه کیږي
اوس د توري او ډال وخت تیر سوی دی
دا کار اوس په ځان وژنه او وحشت نه کیږي
د خلکو زړونه په خپل سمو کړو خپل کړه
دا کارونه اوس لا په نورجهالت نه کیږي
***
یو میلون وژل په زرو نفرو بدل کړه
جهاد په داسې تیر سوي احماقت نه کیږي
جهاد اوس بیله پوه سیاست نه کیږي
جهاد بیله خلکو ته بې خدمت نه کیږي
یوازې دځنګل تور یږان او بیزوګان نښه کړه
د زړو، ښځو اوماشومانوپه شهادت نه کیږي
یرغلګرو ته هر چیري د چوغوکو لومکي کښیږده
دا کار پردو ته په سجده او عبادت نه کیږي