د ګردي میز ګردي پښې نغاره چیان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68278
محمود نظري
دخبریدو نیټه : 2018-03-31


دلته پلونه په ګردونو کې ورک شوي
کاروانونه سهارونو کې ورک شوي

دې حالاتو خلک داسې لیوني کړل
چې د وخت په ګردابونوکې ورک شوي

ویرې خپلې ریښې دومره ځغلولي
چې تنزري اوس په غرونو کې ورک شوي

ما دپلار نیکه کور کلی پیدا نکړ
د بارودو توپانونو کې ورک شوي

کلک عزمونه شړیدلي راته ښکاري
رغیدل یې په فکرونو کې ورک شوي

بورو میندو تورې خاورې په سر باد کړې
چې بچیان یې په جنګونو کې ورک شوي

لاسنیوی د هغه چا وکړه ( وارثه )
چې په ستړو ارمانونو کې ورک شوي
اوسلو - ناروې