د افغان سولې اصلي دښمنه روسیه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68298
محمد انور ولید
دخبریدو نیټه : 2018-04-08

 

اې افغان ځلموټو ! پښتو دې له پېله افغان شاهزاده ګانو د ر خرابه کړېده ، هغو شاهزاده ګانو قاجاریانې ، ارمنیانې ، اېرانیانې ، او د نورو قومونو او هېوادونو ښځې وکړې ، ځکه شاهزاده ګانو پر افغانستان او سیمه باندې ، او ددوی هوا اوهوس بیا پر دوی باندې حکومتونه کول چې هر څه یې د خپلو شهوت رانیو قرباني کړي وو او کوي یې . دغو وارداتي ښځو د افغان شاهزاده ګانو د نسلونو ژبې ور باندې واړولې ، د شاهزاده ګانو اولادونه خپله په پښتو نه شوای غږېدلی او په پښتو نه پو هېدل چې  ښکاره مثالونه یې د یحیی او سراج کورنۍ دي . د شهوترانیو اصلي بنسټ خپله تېمور شاه اېښی ؤ چې د شاهزاده همایون او شاهزاده کامران په څېر یې ایراني الاصله د ګرګین خورېئیونه ، او د شاه شجاع په څېر یې ارمنی الاصله افغانان وزیږول . او استعمار ځانته د لاسوهنو ښه زمینه پرې برابره کړه ، ځکه دغه شاهزاده ګانو ته په قصدي ډول د پردیو وینو پیوندونه ور ولګېدل ، چې وروسته بیا دا سیستم دُ ود او رواج شو او ټولو سترو چارواکو همدا لړۍ ژوندۍ وساتله ، امیر شېرعلي خان ، امیر محمد افضل خان ، ایر عبدالرحمن خان امیر حبیب الله خان او د ظاهر شاه زوی احمدشاه جان د کرزي پلار عبدالاحد ، او د صبغت  الله ورور قدرت الله مجددي او نورو همدا کارونه کړي ، چا افشارۍ ښځې وکړې چې ټول افغانستان او نظام یې له خپلو مافیایي او غلو انډيوالانو پرې ډک کړ او او په سوونو میلیاره بهرنۍ مرستې او کورني عائدات یې ټول د خپلې (۱۴) کلنې واکمنۍ پر مهال ژوندۍ په بډه ووهلې و د افغانستان نر و ښځه ، ماشو او بوډا یې ترپېړیو پېؤیو د پردیو تر پور لاندې کړي او ګرو کړي دي ، چا مصرۍ ښځې وکړې چا ایرانۍ وکړې ، چا پاکستانۍ وکړې او چا هندوستانۍ وکړې او چا ازبېکې او ترکمنې وکړې . شاهانو خو به د سیلیو په نوم تر اویا او سلو هم زیاتې پردي نجونې له ځان سره په در بار کې ساتلې ، د ننګرهار د بهسودو شا هزاده ګان هم یو له همدغو خلکو څخه دي ، د زابل د ناوه علم ګل او د کیان درې او کالام شا هزاده ګان هم همداسې منځته راغلي ، خو په نوره دنیا کې به چې چا په کوم بل هېواد کې ښځه وکړه ، هغه ته به په خپل هېواد کې رسمي دنده نه ور کول کېدله ، په تېره په غټو پستونو کې ، خو په افغانستان کې د پدر سالارۍ په سیاست کې پردۍ مادر سالاري هم ور شریکه شوه ، همدلته وو چې د افغانستان په کورني سیاست کې اشغالګرو ځالې جوړې کړې او زموږ د هېواد برخلیک د توطئیه ګرو لاسته ولوېد ، هغوی په خپل نوبت سره دا ټکی په کې وموند چې په افغانستان کې شاهي نظانونه باید ختم او پر ځای یې لومړی جمهوري او ور پسې دیموکراتیک او له هغه وروسته باید فدرالي نظامونه منځته راشي ، هو! اصلي خبره همدغه وه او پر همدې فورموله باندې د استعمارد استخباراتي شبکو له خوا کار روان ؤ ، او دغه لړۍ اوس هم دوام لري . استعمار ځکه دې کار ته لاس اچولی چې واک د افغانستان له اکثریت څخه واخلي اواقلیتونو ته یې ور وسپاري . بیا یې  اقلیتونه په وړاندې د خپلمنځي کورنیو جګړو په خاطر سره یو موټی کړې ، تر څو له یوې خوا په دې هېواد کې د ملي یووالي او حبل الله روحیه آن په نطفه کې  له منځه ولاړه شي ، او له بلې خوا دا هېواد دومره کمزوری کړي چې د هېڅ ګاونډي په وړاندې د مقابلې او ودرېدو جوګه نه وي ، هو! د استعماري او استثماري فورمولونو جوړوونکی د انګلیس بخوانی صدر اعظم  ( چرچل ) معلوم دئ ، ځکه هغه چې په خپل وخت کې یې پر نیمه نړۍ باندې خپل استثماري او استعماري حکومت کاوه ویلي چې : (( په یوه اسلامي حکومت ، نظام او ټولنه کې د اخلاقي فساد خورولو تر ټولو آسانه او ارزانه لاره په ادارو کې د ښځینه ټایپېستانو ورګډول او ځای پر ځای کول دي )) اوس تاسو خپله فکر وکړۍ ! کله چې نظام او اداره په کې فاسده شوه ، نو بیا استعمار په آسانۍ سره د حکومتونود تصمیم ګیریو اډاڼو ته لاره موندلی او هغه ګمراه کولی شي . ددې کار له پاره ښځینه مېکس زده کړو ته اړتیا ده چې باید پر حکومتونو باندې فشار راوړل شي ، او خپلې نا څيزه مرستې په مشروط ډول هغوی ته د بخور و نمیر په تو ګه ورکړي  ترڅو د ښځو د حقوقو په پلمه په اداري کدرونو کې د ټولنې نیم پیکر ور داخل اوحکومتي دستګاه په اخلاقي لحاظ ور باندې فاسده ، او سنتي ټولنې او حکومتونه یو پر بل بې باوره او سره بېل کړي . دوی د بشري حقونو سیستمونه هم د همدې له پاره جوړ کړي و خو په اصل کې ټوله بې عدالتي او د ښځو د حقونو تر پښۍو لاندې مکېدل په کفري ټولنو کې وجود لری ، کله چې په دې کار کې هم بر یالي شول ، نو بیایې د حکومتونو د تشکیلاتو له پاره د کلیدي پستونو عزل او نصب ټول په خپل زړه له بهره پیل کړل . چاته به چې د واک پروژه د محدود وخت له پاره ور سپارل کېدله ، له هغوی به یې هم ټکس او مالیه اخیستله او هم به یې خپل استعماري اهداف پر مخ ور باندې وړل . که به بریالی ترې وؤت ، هغه ته به یې کټ مټ لکه همدا اوس بل چانس هم ورکاوه  او که به ناکام شو او یا به په خپلو ملي کارونو بوخت شو نو هغه ته به یې په سلګونو دسیسې جوړې او له واکه به یې پرې و ایست . ځکه دوی چې هر چاته واکمنه څوکۍ او واکواله پروژه سپاري ، دوی ته په کې خپلې ګټې مطرح دي ، نه د نیول شوي هېواد او ټولنې د خلکو ښېرازه کېدل ، سوله او یو موټی کېدل . استعمار هر ځای جنګ جګړې جوړوي او جګړې یې جوړې کړې ، ترڅواوبه خړي او دوی خپل کبان په کې ونیسي ، کله چې هندوستان د انګلیسانو له پاره نور د پاتې کېدو ځای نه ؤ ، او تور استعمار په بر صغیر کې له ملي پاڅونونو سره مخ شو ، نو د بر تانوي استعمار د انګلیس پخواني صدر اعظم ( چرچل ) په سیمه کې خپل پوځي او سیاسي واکمن ته دستور ورکړچې : (( د بنګال ( اوسني بلګله دېش ) ، کشمیر ، بلو چستان او کوزې پشتونخواه په سیمو کې دې ددې حقیقت پټولو په خاطر(یوزر ) ځله درواغ ووایي ، تر څو دا خلک یو ځل بیا سره یوځای او یو موټی پاتې نه شي . یعنې سره بېل یې کړه ، ځکه  په ملي یووالي کې استعمار خپل کار نه شي کولی .))  که موږ او تاسو لږ خپل ماغزه په کار واچوو دا به راته جوته شي چې په افغانستان کې روسانو هم همغه د چرچل له زاړه فورمول څخه کار واخیست ، په دې معنا چې لږه کي یې د اکثریت په وړاندې سره یو موټی کړل ، د ژبو ، سیمو ، مذهبونو ، زده کړو ، لږه کیو ، ډېرکیو ، واک او بې واکیو مسئلې یې په کې را وسپړلې ، ویې ټوکولې او وده یې ور کړه . خو دا کار روسانو آن په (۱۹۲۰) زیږدیز کال کې په عملي توګه پیل کړی ؤ ،  ځکه د استاد برهان الدین رباني کورنۍ یې په یاده نېټه کې له سمر قند څخه بدخشان ته را انتقال کړه ، د احمد شاه مسعود کورنۍ یې له کولاب څخه پنجشېرته را انتقال کړه ، همداسې د عبدالحکیم شرعي جوز جاني ، بشیر بغلاني ،  محمد خان جلالر او ببرک کار مل کورنۍ ټولې له بهر څخه افغانستان ته را انتقال شوې او دلته زموږ په هېواد کې د ننه د هغوی فصل ، اصل او نسل ته هوا او وده ور کړ شوي چې موږ او تاسې ټولو یې پایلې په دا تېره نیمه پېړۍ کې په خپلو سترګو ولیدلې . چې روسانو د خپل حضور پر مهال یوازې د پښتنو پر اکثریت باندې بریدونه وکړل ، هغوی یې ووژل ، مهاجر یې کړل ، د زندان په توروسلولونو کې یې وراسته کړل ، تر څو د پښتنو نسل ډېر لږ حالت ته را ټيټ او لږه کې ور باندې پرواکمنو اوږ ور کښېنوي او اوس یې یو ځل بیا دا پروژه پیل کړې او غواړې لږه کي د واک د هېرم څوکې ته ور پورته کړي . اوس یې بهزاد او رنګین دادفر سپنتا ته له هراته ، امیر لالي ، جنرال رازق او یوبي ته له کندهاره ، همایو همایون ته له خوسته ، ظاهر قدیر ته له ننګر هاره ، حضرت علي ته له شاړیو نه ، عطا نور ته له لوګره تر مزاره ، لطیف پدرام ته له بدخشانه ، امرالله صالح ته له پنجشېره ، دوستم ته له جوزجانه ، محقق او سیما سمر ته له بامیانو څخه هوا ور کړه ، په ( پې آر ټي ) ګانو یې په دا تېرو (۱۷) کالو کې ښه تمویل او ونازول چې اوس یا ځانته پاچي غواړي ، یا د افغانستان نوم بدلوي او یا له استعمارګرو سره لکه په ارو پا ، بن ، قبرس ، روم  اسلام آباد ، فطر ، بیجېنګ ، تهران ، تاجکستان ، روسیه ، ترکیه او نورو ځایو کې ناروا ملي ضد معاملې کوي . امریکې هم د روسانو پر پل باندې پل کېښود ، خو اوس روسنو یو ځل بیا ثابته کړه چې دوی په ښکاره د افغانستان په کورنیوچاروکې ګوتې وهي ،  اشرف غني خپل ملي کارکولو ته نه پرېږدي ، اوکورني او یاغي مخالین یې غاړې ته ور اچولې ، د تذکرواوانتخاباتو سیستمونه یې ور ته خراب کړي ، د لوی نفوس لرونکي پښتون مېشته ولایتونه یې پر خپل ځای پرې اېښي او د لږه کیو په دري زبوسیمو کې یې ؤلسوالۍ ولایتونه جوړکړل ، ځکه چې په اداري واحدونوکې دري ژبي ډېرکسان پارلمان ته ورشي اوتل د پښتنو پرضد رائیې او پرېکړي وکړي او پښتانه د نړیوالواوکینه کښوګاونډیانوپه ملاتړتل محکوم اووځپي .