په کندهار کي د ټاکنو لپاره امنيت تامين دئ،خو د رايي ورکولو ورکړل سوي مرکزونه کم دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68300
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2018-04-08


دکندهار والي  زلمي ويسا وائې  په کندهار کي د ټاکنو لپاره امنيت تامين دئ،خو د رايي ورکولو ورکړل سوي مرکزونه کم دي

هغه دا خبري  په هغه غوندچډه کي وکړې چي د کندهار والي تورنجنرال زلمي ويسا تر څنګ امنیه قومندان لوی پاسوال عبدالرازق ، د زابل،روزګان او دایکنډی والیانو، د ۴۰۴ میوند زون، ۲۰۵ اتل قول اردو،د نظم عامې او سرحدي پولیسو قومندانانو، د کندهار ملي امنیت مرستیال، په جنوب کی د قاطع ماموریت قوماندان جنرال لاتروپ او مشاورینو،او د سویلي حوزې د انتخاباتي کمیسونو مسولینو برخه اخيستې وه.

په غونډه کي لومړی د کندهار د ټاکنو د خپلواک کميسيون رئيس ډاکټر محمد هاشم دًراني خبري وکړې هغه وویل توانیدلي، چي د شخصي ځایونو څخه انتخاباتي مرکزونه ښوونځیو،مساجدو او عامه ځایونو ته انتقال کړي، تر څو په شفافه توګه ولس ته د رایي ورکولو زمینه برابره سي.

د دراني په خبره د تېرو ټاکنو توزیع سوي انتخاباتي کارډونه ټول بې اعتباره دي او په راتلوونکو ټاکنو کي به د تذکرې له مخي یوکس درایي ورکولو حق ولري، د هغه په خبره په  کندهار کي ټول ټال ۲۲۵ انتخاباتي مرکزونه دي  چي په  کندهار ښار کی به اتیا مرکزونه چي ۴۰ د نارینه او ۴۰ به د ښځمنو لپاره وي.