بې علمه چې شېخي کړي ، همدا کفر یې بس دئ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68302
محمد انور ولید
دخبریدو نیټه : 2018-04-04

 

  د تېرې چهار شنبې په ورځ مې په تاند ویب پانه کې د ( موږ ولې تل ساینس د عقیدې په وړاندې دروو ؟ ) تر سر لیک لاندې د حمید فرازوروریوترجمه کړی مطلب ولوست خوترمطلب لاندې د (لوګې)په نوم یوکس داسې ترې لیکلي وو :

(دين يوقانون دى چہ يوہ پوہ بشردوستہ انسان کوم چہ لکہ ما اوتا شانتہ پنځہ حصہ درلودل اودعقل خاوند وو پہ بشريت يا پہ زوريا پہ رضا پہ قبول کڔى او اوس ورباندې عادت شوى يو،څومرہ چې پوہ مخ پہ وڔاندى درومي په عين اندازہ دين هم خپلہ اوتوريتى   Base له لاسه ڼہ ورکوى ، دا پاسنى ليکنہ کوم داسى علمى اساس ڼہ لرى .)

نه پوهېږم چې دا لوګی به د وچو وي اوکه د لندو؟ د امونیا په څېربد بوی به هم لري که څنګه  ، ترکومه چې زه په دین کې مالومات لرم ، د حمید فراز ورور لیکنه علمي اساس او بنسټ د قرآن له مخې  لري اوهغه دادي چې په دې لیکنه کې ډېرسترحقیقت ( مرګ ) ته اشاره شوې ، خو لوګې له دې سترحقیقت څخه هم سترګې پټې کړې دي ، اوآن چې د هغو کسانو په مړینه یې هم سترګې پټې کړې دي چې له موږ څخه مخکې مړه شوی او بیا بېرته دنیا ته نه دي راغلي . ځکه هر شی چې د پیدا کېدو قا بلیت لري ، هغه د ودې ، ځوا نېدو ، زړېدو او فنا کېدو قابلیت هم لري ، او انسان هم د خپل خصلت له مخې یو له همداسې مخلوقاتویودئ .

نوموړي بیا نیوکه کړې اوویلي یې دي چې :  ( دین په روز یا رضا سره پرخلکوباندې منل شوی اوبیا یې عادت جوړشوی ) ، خو نوموړی د اسلام له دې ټکې هم نا خبره دئ چې ؛ ( انسان الله پاک فاعل مختاار پیدا کړی ، په زورباندې یې هېڅ شی نه دي ورباندې تحمیل کړي او منلي ، ځکه انسان عقل لري اوعقل د انسان په وجود کې دوهم نبي دئ ، عقل انسان ته د ښې او بدې ، حق او باطل ترمنځ توپیراوپرېکړه په لاس ورکوي ، نو پرانسان باندې په جبراو زور سره څه ډول دین قبول شوی ؟ په داسې حال کې چې د زوراقرارالله په خپل کتاب کې ناروا او مردود ګڼلی او شریعت هغه نه مني اود الله تعالی استازي ( پیغمبران ) (ع) هم د بشري تاریخ په هره مقطع کې په داسې وخت کې په پیغمبري منصب د الله تعالی له طرفه بنده ګانوته د الله تعالی پرپیغام رسولوباندې مأمورشوي چې هلته به د ځمکې مخ ، فسق ، فساد او فتنو نیولی ؤ ، غوڅ اکثریت به هم مفسدین وو ، نو بیا د الله تعالی یوه استازي څه ډول پرګمراه انسانانو باندې زور راوړی ؟

دا خو ښکاره افتراء ده ، ځکه په دین کې سختي نه شته ( لا اکراه فی الدین ) اوهم آسماني دین د لارورکې بشریت د لارښوونې له پاره د عالمونورب را لېږلی دئ ، د ټولو پیغمبرانو(علیهم السلام اجمعین) نصب العین هم یو ؤ . یعنې ټولوپه توحید ، میعاد اوسالت باندې ایمان درلود اودهمدې اصولوپه چوکاټ کې یې د توحید غږ د خپل رسالت اوالهي وجیبې له مخې د (وما علینا الاالبلاغ ) سره سم الهي کلام د خپلووختونوامتونوته په امانت ډول پرته له تحریف ، لاسوهنې او تصرف څخه کټ مټ رسولی .

 دین چې د صحیفواو آسماني کتابونو په چوکاټ کې د وخت له ایجاباتو سره سم را لېږل شوی ، هغه د انسان د مغزتراؤش او زاده نه دئ ، هغه د کوم شاعریا ادیب له خولې د هغه د سړواسوېلیورا وتلې کوم منظم شعراو د ادبي نثرکومه ټوټه هم نه د ه ، بلکې دین یوه الهي آسماني برنامه ده چې لارورکی انسان یې له ګمراهۍ اوبې لارۍ څخه پرې بچ ساتلی ، البته هغه انسان چې په صداقت سره یې ددین منلو ته غاړه اېښې اوهغه یې دزړه له اخلاصه منلی دئ .

دین د انساني نظام اوبرنامې برابرولو یوداسې قالب دئ چې انسان د نامطلوبې ودي اونامطلوب هرزه پرمختګ څخه پرې ژغوري اوهغه ته د انسانیت ، ادب اواخلاقي مکارمو په پلان تطبیقولو سره روزنه او پالنه ورکوي .الهي منصبدارانو[پیغمبرانو(ع)] یوازي د خپل مأموریت ، رسالت او وجیبې له مخې دین خلکو ته ددې له پاره چې په آخرت کې ور باندې ګواهان او شاهدان وي ، په امانته توګه رسولی دئ . د هدایت ، منلو او نه منلو ذمه واري د پیغمبرانو پرغاړه نه وه ، ځکه هغوته یوازي دومره امرشوی ؤچې ( وما علینا الاالبلاغ ) نورخوهادي الله ( جل جلا له ) دئ چې څوک یې په خپلو دغو فیوضاتوکې را نغښتي اوڅوک د اولیاء الشیطان پرلاره باندې روان شوي ګمراه شوي دي . لکه همدا ته لوګی چې ګمراه یې .

دین پربشریت باندې په زور سره نه دئ قبول شوي ، له حضرت آدمه (ع) تردې دمه پورې انسان ته دری هستۍ الله پاک ورکړې دي ، ځکه کله چې حضرت آدم (ع) د الله په قدرت پرته له موراو پلار څخه پیداشو ، نو الله پاک آدم (ع) ته دحضرت جبرائیل (ع) په لاس دری شیان ورولېږل اوحضرت جبرا ئیل (ع) حضرت آدم (ع) ته وویل چې : اې آدمه ! زه خدای پاک له دغودرئیوشیانوسره تاته را ولېږلم اوامریې را ته وکړ چې ورشه آدم (ع) ته ووایه چې په دغو درئیو شیانو کې یو یې خوښ کړه ، هغه دری شیان ( یوعقل ؤ ، یوه حیاء وه او یو علم ؤ ،) حضرت آدم (ع) له دغو درېیو شیانو څخه په عقل ګوته کېښوده او ویې ویل چې ؛ (زما په درغو درېیو کې عقل خوښ دئ . ) نوهمغه دم ګړۍ علم اوحیا دواړه ورته ګویا شول او ورته ویې ویل چې ؛ اې آدمه ! کله چې موږ دری واړه الله پاک پیدا کړو، الله جل جلا له وعده را سره وکړه چې ؛ هرچېرې عقل وي تاسو دواړه یعنې علم اوحیاء به هم یوځای ورسره وي .  ددې معنا داده چې انسان یو داسې ناطق مخلوق دئ چې دعلم ، عقل او حیا دری واړو لرونکی دئ . ځکه حیا ء یو داسې جوهر دئ انسان یې ترعرش معلی پورې رساوه ، علم یوه داسې تله ده چې په واسطه یې حق له باطل څخه پرې تفکیک او بېلېدای شي اوعقل خود امام غزالي په قول د انسان په وجود کې دوهم نبي دئ ، اود انسان د ښې اوبدې پرېکړه یوازې دعقل په تله او د سالم انساني ضمیراو وجدان په قضاوت سره کېدای شي او بس .

ځکه خوله ټینګې وینې پیدا شوی انسان مکلف دئ چې الله (ج) ورته په قلم سره د هغه څه علم ورکړچې خپله د مخه  نه ورباندې پوهېده . خو چې کله علیم خدای (ج) د خپلې فېرزو ینې له مخې انسان ته د علم تُحفه ورکړه اود ټولې دنیا اومافیها نومونه یې د الله په فضل په زرو زرو نومونوسره یاد کړل ، نوالهي مقرب مخلوق ( ملائکو)هم ابوالبشرحضرت آدم صفی الله ته د خدای ورکړي علم په برکت د تعظیم اوتکریم سرونه ټيت کړل . خوته ( لوګی ) اوستا په څېرنورومرتد وته دې خدای پاک له سره هدایت وکړي ، ته بې علمه ګمراه شوی یې ، ته نه د کفرپه فلسفه خبریې ، اونه هم له اسلام څخه معلومات لرې . اوهسې خوشې په خوشې د بې هد فوخلکو د پوچومفکوروښکارګرځېدلی یې ، ته خپله چې کوم کارکوې ، ترڅوچې هد ف اوفایده دې په کې معلومه نه وي ، هغه کارپه مجهول حالت کې څنګه کوې ؟

 همداسې الهي نظام هم دي ، الله تبارک و تعالی هرڅه د انسان په شمول د یوه خاص هدف له پاره په دقیقه محاسبه سره پیداکړي ، انسان هم د یوه هدف له پاره پیدا کړی شوی دئ ، ځکه الله پاک خپله ویلي چې : ( وما خلقت جن وانس الا لیعبد ون ) یعنې ما پېریان اوانسانان پرته له عبادت څخه د بل څه د پاره نه دي پیدا کړي . ددې دنیا معنا داسې ده چې انسان د نوح (ع) په څېرهرکه څومره اوږدعمرولري ، بیا یې هم مثال داسې دئ لکه د دوودروازولرونکې کوټې له یوې دروازې څخه چې څوک کوټې ته ورداخل اوله بلې دروازې څخه یې داربقاء ته ورد ننه شي .

نوبیا ولې دارالبقاء په دارالفنا باندې سودا شي ؟ ځکه دارالفنا د دارالبقاء د توښې برابرولوله پاره ټاکل شوی یوآزمون ځای دئ .انسان مسؤولانه دنیا ته راغلی اومسؤولانه به بېرته له دنیا څخه ځي . اوهرمسؤولیت له حساب کتاب سره مخ کېږي . حساب کتاب له غرونواوبحرونه سره نه کېږي ، بلکې حساب کتاب له هغه چا سره کېدونکی دئ چې الهي فرمانونوته یې غاړه اېښې ده . د الهي فرمان منونکی انسان دئ چې د عقل ، علم اوحیا وړتیا په کې شته ، ځکه یې نورهرڅه ورته مسخرکړي دي .   

که څه هم الله د خپل مخلوق عبادت او نه عبادت ته څه اړتیا نه لري ، خو خپل مخلوق یعنې ترانسان د مخه یې پیریان په دې آزمېښت کې واچول ، د ځمکې خلافت او واک یې هغوی ته ورکړی ؤ، هرڅه یې ورته مسخرکړيوو، خوهغوی په ځمکه کې ورانی وکړ، د الله بنده ګي یې پرېښوده اود مکرراوپرله پسې تمرد اوغاړه غړولو په صورت کې د عدل اونصاف اصل ترپښولاندې کړ، ځکه بېرته د ځمکې واک اختیارهم ترې واخیستل شواودوی ذلیل شول .

وروسته یې انسانانو ته د ځمکې واک اختیار په لاس کې ورکړ، له هغوی څخه هم چې ځینو د خپل بادارله امرڅخه سرغړونې وکړې ، د علم ، عقل اوحیاء اصول یې ترپښولاندې کړل ، د ځمکې پرمخ یې فسق و فساد او فتنې را وټوکولې ، له الله سره پرخپلو ژمنو وفادارپاتې نه شول چې له کبله یې له خپلو قومونوسره یوځای د تو پانونو ، طاعون ، د سجین په پخوشګو، ابابیلو، غوماشو، رود نیل ، بادونو، مسخ کېدواو په ځمکه کې د ډوبېدو په عذابونود ( وسیعلم الذین ظلموا ای منقلب ینقلبون ) پربنسټ  نابود شول ، مانۍ یې ونړېدې اوامپراتورۍ یې له منځه ولاړې . 

تاسوخپله وګورۍ چې په نړۍ کې لومړي نړیوال جنګ ، دوهم نړیوال جنګ  ، صلیبي جګړو ، د ترورېزم په نوم جګړو د څومره خلکو ژوند اخیستی او وروسته له دې به څه پېښېږي ؟ دا ، اودېته ورته نورې ډېرې داسې پېښې په بشري تاریخ کې پېښېدونکې دي چې اوسني اوراتلونکې نسلونه باید پند ونه عبرتونه ترې واخلي . خوستا ( لوګي ) په څېرد پردو په لومه کې د بندو اود پردو افکارواوعقیدوښکارشویوته یوازې همدا جملې کافی بولم ، لکه چې وایي : بې علمه چې شېخي کړي ، همدا کفریې بس دئ ، ځکه د توطئیې په سر ، منځ او بېخ باندې نه پوهېږي . 

افغانستان اوس مهال له همداسې خپلو او پردیو سیاسي او ایدئیو لیژیکي جریانونوسره مخ دئ چې د لوګي په څېرله خود ساخته آدرسونوڅخه پردین باندې رنګارنګ ټاپې وهي ، دین بدناموي ، دین ته توطئیې جوړوي ، دین تش خیالونه اوواهمه بولي . دین ته بنسټ پالنه وایي ، عادي شاعران د نړۍ په کچه نمانځي ، بې روحه اوبې کالبوته تبلیغي جماعتونوته ان په کفري نړیوالومرکزونوکې د تبلیغ کولواجازې ورکول کېږي ، خود حضرت پیغمبرمحمد مصطفی (ص) پروحی کړای شوي قرآن باندې د نړیوال ملاتړپرمټ ډ (( آیات شیطاني )) نومونه اېښودل کېږي ، خو یوه ورځ مې د تل ابیب او واتیکان له آدرسونو وا نه ورېدل چې د وحی ددفاع له پاره یې کومه خبره کړې وي ، که دوی په خپله دیني مبارزه کې ریښتیني اوعیسی اوموسی (ع) ته په ریښتیا سره وفداره وي ، نوپرمحمد (ص) باندې را نازل شوې وحی خوهمغه وحی وه کومه چې پرحضرت موسی (ع) اوحضرت عیسی (ع) باندې هم را نازل شوې وه . نوولې دوی هغوته ډ ( آیات شیطاني ) لقب نه ورکاوه ؟ ولې پرهغوباندې کوم سلمان رشتي د آسماني ادیانو ضد مقالې ونه لیکلې ؟ ښکاره خبره ده چې که نن ده ، یا سبا ، که د سلمان رشتي په خوله ویل کېږي ، یا د شفیع یار، دواړه د ایران له آدرسه ویل کېږي ، خوپایله دا چې دعبدالله بن سبا همغه زړه توطئیه ريښتیا ده . وما علینا الاالبلاغ .