عايشه ګلالۍ هم د نورو سياسي ملايانو په شان د ((پنجابي پان)) په خوړلو راغلې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68304
سيد حسين پاچا
دخبریدو نیټه : 2018-04-06

عايشه گلالۍ :
طالبانو چې ظلمونه کول، پښتين چيرته وو؟
د سواتۍ ملالې ((ګلمکۍ)) و وزيرستانۍ ګلالۍ ترمينځ په سياسي پوهه و تربيه کې ډېر توپير دی، ځکه خو نادانه جنۍ په يارانه کې ژر رسوا کيږي

نن سبا خو زهري حملې زياتې شوي، ګلالۍ هم د پنجاب په زهرو ککړه شوې. له حامد ميره يې وپوښته چې په ۱۹۹۶ کې د نيويارک د ملګرو ملتونو په دفتر کې روبين رافايل Robin Lynn Raphel و بېنظيرې ولې د طالبانو ملاتړ کولو؟
د ملا محمد عمر او بن لادن په اړه د پاکستاني خبريال حامد مير انګيرنه
Hamid Mir confessed how he met Osama Bin Laden and Mullah Omar
https://www.youtube.com/watch?v=_Lz_LZ1tgiQ


ياري د سيال سړي مره کا
ځانته به ګوري هسې به ستا کړي عزتونه

عايشه ګلالۍ هم د نورو سياسي ملايانو په شان د ((پنجابي پان)) په خوړلو راغلې. نوموړې د پوځي وياند اصف غفور هماغه تورونه تکرار کړي دي چې وړمه ورځ يې ويلي وو.

عايشه ګلالۍ خو لا هاغه وخت نادانه راوخته چې د عمرانخان پيغامونه يې رسوا کړل. د يوې حياناکې پښتنې په توګه ورته په کار نه وه چې دومره لويه رسوايي يې جوړه کړه. خبره خو يې محکمې و پارلمان ورسوله، خو څه يې ترلاسه نه کړل. هغه ته خو يې کوم تاوان ونه رسولو، خو ځان يې خام کړ.

دا چې چې نن يې د ((پښتون ژغورنې غورځنګ)) پر مشرتابه يې داسې تورونه ولګول چې هغه يې د هند و افغانستان د استخباراتو پورې وتړلو، خو خپل پرېښته توب و پېغلتوب ته يې هم زيان ورسولو.

عايشه ګلې :
دا ښه دی چې ستا د پوځي واستخباراتي واکمنانو د تورونو لپاره افغانستان و هند شته، که نه وای، نو العياذ بالله دا تور به مو پر څښتن تعالی پورې کولو. ځکه چين خو مو دوست دی او له روسانو سره مو نوې ورورګلوي شروع کړې، پر برېتانيا، جرمني، سعودي و ترکيه او پر ايران خو هم تور پورې کولای نه شئ. دا راته ووايه چې دا ته چا داسې پړسولې او ماغزه brain washed يې در پرېمينځلي دي؟

چې زما نه شوې د بل مه شې
ګل د لاله شي چې دې باد ورژوينه

ګلالۍ جانې،
خوله و ژبه دې خپله خو خبرې د نورو دي. دا تورونه ستا نه، بلکې د بل چا ول او د بل چا استازيتوب مو وکړ. داسې برېښي چې تېر د عمرانخان تورونه دې هم خپل نه، بلکې د چا په نغوته کړي چې سبا ته يې بدنام blackmail کړي. يو وخت يې د نواز شريف غوندې د پانامه د اسنادو په توګه وکاروي. خپله مساله دې هم لکه چې د پارلمان له ليارې حل کړه؟

ګلالۍ جانې، ته پنجاب څنګه حرامي دی؟
له يو لورې اصف غفور پر افغانستان او هند تورونه پورې کړل، له بل لورې يې ملاله وغوښته، او له بل لورې يې خپل تورونه ستا پر خوله بدرګه کړل. نن يې وويل چې پر طالبانو نفوذ نه لرو، پرون تهمينه جينجوعه له يو لوړپوړي پلاوي سره د خبرو لپاره کابل ته راغلې وه او هم يې ورسره جوخت د کندوز په ارچي ولسوالۍ کې د مدرسې غونډه يو له بل سره تړلي ښکاري. د ښاغلي شاهد خاقان عباسي له راتګ مخکې مو له افغانستانه د هغې ((د پښتون ژغورنې غورځنګ)) د ملاتړ غچ واخېست. هم يې طالب وواژه چې ځان پرې له نړيوال فشاره خلاص کړي، هم يې بېګناه ولس، هم يې حکومت بدنام او د خلکو له نيوکو سره مخ کړ او هم يې پر کونړ دا دی تازه هوايي بريد وکړ. دا ځکه چې افغانستان اوس مخ پر ودې روان دی او د ولسمشر سترې اقتصادي او زېربنايي پروژې، د اوبو ښه مديريت او د افغانستان نړيوال سياسي اعتبار څوک زغملی نه شي، نو ځکه له بهر او هم د نظام دننه وخت ناوخت له خپلو بړېڅو کار اخلي چې په دې توګه نظام له ستونزو سره مخ کړي او بالاخره يې له پښو وغورځوي.

ګلالۍ جانې،
خپل لوی ټبر افغانانو او د خپلو نېکونو سپېڅلې جنتي خاورې افغانستان ته په سپکه مه ګوره. څښتن تعالی ضياءالحق و اختر عبدالرحمان د اور خوراک کړل، بوټو اعدام، نصيرالله بابر او حميد ګل هم سخت وکړېدل. نن د حميدګل ټوله کورنۍ په نري رنځ ((سرطان)) اخته شوې. زوی يې بېلارې شوی او جوارۍ gambling ته يې مخه کړې. خور يې هملته نژدې د پوليسو تاڼې ته عرېضه کړې چې ورور مې له موره ټولې پيسې غواړي. يو ځل يې د هغې د وژلو هڅه کړې وه چې ترې بچ شوه، دا ټول ازار دی. دا ازار به له تا پسې هم شي. ښه به دا وي چې د ((پښتون ژغورنې غورځنګ)) له مخالفته لاس واخلې، کنه نو ستا به هم همدغه انجام وي.

پاملرنه :
د نورو غمازانو په بېځايه يارانه کې به هېڅ در پاتې نه شي. حامد مير و رحمان ملک لا ژوندي دي. ملا محمد عمر ولې له رسنيو پټ وساتل شو؟ ولې ملا برادر پټ ساتل کيږي؟ ولې د دوی نور لوړپوړي چارواکي ستاسې په تاڼو او هدفي ووژنو کې ترور شول؟ د نورو خو کورنۍ برمته دي ځکه خو ډاريږي. کرنيل امام خو به ويل چې ((د افغانانو وينه مرداره ده پرېږده چې تويه شي)) او داسې نورې نادودې مو درواخلئ.

په درنښت

 

چې طالبانو ظلمونه کول، پښتين چيرته و؟ - عايشه گلالۍ
https://www.pashtovoa.com/a/ayesha-gulalai-acuses-manzoor/4330748.html
ملالې سره ځانګړې مرکه: د پښتون ژغورنې غورځنګ غږ دې واورېدل شي
http://www.bbc.com/pashto/pakhtunkhwa-43597893
د افغان وطن ورانونکي جنرال حميد ګل ټوله کورنۍ په سرطان اخته ده
https://khabarial.com/archives/3231