خسته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68530
عزت الله اکبري
دخبریدو نیټه : 2018-11-03


زه له ښار خسته خسته یم ته له کلي یې خسته
نه په کلي کې خوند پاتې نه مو ښار دی ښایسته
هم له کلي هم له ښاره اخلاص کډه شولو یاره
لویان قتل کړي په فخر کوچونیان عقده په زړه
یو دبل سرته مو ایښې دوښمنۍ کې ښه تکړه یو
په یو بل نوم سره وژنو ژوند او مرګ مو عجیبه
په خوله واړه مسلمان یو او په زړو خشن خشن
د خپل ورور په مرګ غازي یو څه عجیبه فیصله
که په هر لوري کې مړه شو شهادت مو نصیب کیژي
زه خو نه منم دا لاره راته ښکاري سرچپه
اکبري مسلماني یوازې خولو کې اوړي راوړي
یو دبل په ورکیدو کې مونږه څومره یو تکړه