لوی احسان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68543
عزت الله اکبري
دخبریدو نیټه : 2018-11-10


 په تینګ عزم اراده یم مسلمان
 په څلورو کتابونو مې ایمان
 د اسلام په حقانیت زما عقیده ده
 ستا په ذات ستا په صفاتو هر زمان
 فرشتې او رسولان دې دي برحقه
 د شر خیر اندازه ته کړي سبحان
 له مرګ وروسته په ژوندون زما باور دی
 لوی څښتن مې د هرڅه روزي رسان
 اکبري خاکي بنده او ګنهګار یم
 دا چې ته مې کړې پردې ستا لوی احسان