خپـلـواکي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68550
محمدیوسف خدمتګار
دخبریدو نیټه : 2018-11-16

 

 

 کـوډګـر فــتـوا پـه ما ورکړې بخت مې تــور دی
 ساقـي ناسـت بـبرې شـونـــډې جـام نـسکــور دی
 د لــیـلـې ســـرو انـنـګـــو کـې قــهــر ښــکاري
 سـپـرلی ســـوې ګل پـــه غـــیـږه کـې د اور دی
 خـپـلې تـورې سـترګې وپـوښــته چـې څــه کـړي
 ما پـه څه پوښتې چې رنګ مې لکه سکـور دی
 چـې د چــا پـــه شـــور مـاشـــور کلـی ابــاد ؤ
 د شــور وخـت کې غـلی ولې هـغـه شــور دی
 د پـښــتـون غــرور ښــکلا دې مـاتـه مــه شـه
 خـیر کـه خـوږ وطن ویشـلی چا پــــه زور دی
 لاس پـه لاس د مارګالې کـنــډو بـیا جــوړ کـړه
 له هــمدې ځایـه یـرغـل زمــونـږ پــه کـور دی
 څـو بـیرغ د خـپـلـواکۍ لـــویـدلی پـروت وي
 خـدمـتـګاره د پښـتـون ژونـدون پـیــغـور دی