مشران

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68567
عزت الله اکبري
دخبریدو نیټه : 2018-12-07


په مشرانو کې اخلاص او مرحمت وو
هر یو کار یې په رښتیا زمونږ عزت وو
د دوی قهر او خوښي به په خپل ځای وو
یوه او بل ته احترام د دوی عادت وو
یو د بل په اولادونو دردیدل دوی
هر ماشوم ته یې په زړو کې شفقت وو
که په ټول ټبر به یو تن په غم ښکیل شو
د همغه لاس نیوی د دوی خصلت وو
اتحاد او اتفاق برابري وه
هر یو کار او هر کردار یې صداقت وو
اوس شوه سخته ځان ځاني مشري شوه ورکه
ښه کول زمونږ د مشرانو رسالت وو
نه د مشر احترام نه شفقت شته
هغه وخت داسې کارونه شیطنت وو
اکبري بیا به رانشې تللي خلک
په کړو وړو کې د دوی والله رحمانیت وو