لامکانه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68605
عزت الله اکبري
دخبریدو نیټه : 2019-01-07


لویه خدایه لویه خدایه مهربانه
د خپل رحم پلوشي کړه ته روښانه
ته زمونږه ګناهونه را ته معاف کړه
ته مو خلاص کړه له واسواسه د شیطانه
ته د هرڅه لوی مالک او ذلجلال یې
ته روغتیا راکړې خالقه لوی سبحانه
ستا په مینه محبت کې مې ژوند تیر کړ
په هر حال مې مددګارشه لوی رحمانه
اکبري لاس پورته کړي ستا حضور ته
ته یې مل شه په دارینو لا مکانه