پښتوبوله!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68622
محمدسرور وکیلي
دخبریدو نیټه : 2019-01-10

پښتـوڅـه ده پښتـون څـوک دی پـه رښتیا؟
 ای پښتــونه!راتــه بـیا یـه که ته بیا
 پښتـوژبه،پښتـوژمـنه،پښتـولوړه ده مانا
 که پښتـون وي دی پښتولري هـم بیا
 پښتوهمت،پښتوغـیـرت،پښتـوامـان ده تــل
 که دا لـري پښتـون نــودی لري ضـیا
 پښتوسوله،پښتوجوړه،پښتوپرېکړه لري هم
 پښتو ټول لري په ځان کي بې شکـتیا
 پښتـوجـرګه،پښتـوبدل،پښتوننواتي مني

تل درې واړه ئې دپښتون ولۍ لري وړتیا