دنیا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68679
عزت الله اکبري
دخبریدو نیټه : 2019-03-15

دنیا
بیله تا شولم احتیاج د دې دنیا
سخت بی کس شوم په یو وار د دې دنیا
ستا ځواني مهرباني وه بې رقیبه
ځکه زه شوم ملنګ یار د دې دنیا
ماشومان د هر ماښام له مانه غواړي
زړه مې چوي په ناتار د دې دنیا
ستا په شتون کې زه بادشاه د دې دنیا وم
اوس زه هسې شوم ګدا د دې دنیا
ته مې تاج وې پاس په سر زما ښکلا وي
را نه لاړې شوم بې یار د دې دنیا
اکبري به ستا کوم یاد له یاده باسي
هرې خواته پروت ستا یاد د دې دنیا