ښه کول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68695
عزت الله اکبري
دخبریدو نیټه : 2019-04-13


ښه کول د هر انسان لوی مسوولیت دی
په دنیا کې د انسا دا رسالت دی
خو چې ښه کړې بیا احسان په هیچا مکړه
ځکه دا د هر انسان خپل انسانیت دی
یو له بل سره چې مرسته کړي نیکي ده
خپل همنوعه ځورول لوی رزالت دی
د نیکۍ کول خاصیت د انبیا دی
بدې کړل د شیطانانو لوی خصلت دی
اکبري احسان کول لوی له هرڅه نه
ځکه دا د لوی څښتن عظیم صفت دی