بـیـټ نـیکـه تـه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68704
محمد یوسف خدمتګار
دخبریدو نیټه : 2019-04-13


الـلّـه دې درکـــړي جــنـتـــونـه درلـه خـــپـل بــابــا
د وخـت زیـارونـه دې زمـونـږ پــه نــوم ګالـل بـابـا
لاس دې اوچــت ؤ د دوعـا چـې دا وګـړي ډیــرشــي
چې یـوځـاې وسـاتـي کـهـول او سـتـا بــورجـل بـابـا

سـتا د دوعـا ټکي نـیـمګـړي کـه نـه نـیـت دې نـه ؤ
نـنـګــونـه لـــږ شـول خـو سـرونـه ډیــریــدل بـابـا
تـا د یــووالـي محـــبـت غـــوښــتـنـه نــه وه کــړې
کـه مـونـږ بـې نـنګــو سـتـا درســونـه هـیـرول بـابــا
یوځل خـو وګـوره چې سـتا کهول اوس څو ټوټې دی
ګوره په خپل منځ کې زمونـږه جـنګــیـدل بـابـا
که دې وس کـیږي نو پوره دې کړه نیمګړې دوعا
الله دې یـو کـړي سـتـا اولاد سـتا په دُ رشل بـابـا
د خـدمــتګار د ژونــد اخـیره سلګۍ دغـه آرمــان
ځـان پـوهــول کـور جــوړول خـپـلـواکــیـدل بـابـا