ګټې وټې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68723
نعمت الله پټانزی
دخبریدو نیټه : 2019-05-10


هغه چې دلته جنګ غواړي په جنګ کې ګټې لري
هغــه چـې ســــولـه ردوي خــامخــا وټې لري
مونږ د پردي اور په لمبوکې داسې سـوي یو اوس
لکه تنور چې په خپل تل کې سرې سکروټې لري
د تلې موت چې چا نیولی هغه ښه پیژنم
ماسپکوي بل درنوي څو درنې سټې لري
ګاونډ مو ټول د ویــنو تږی دی پوهیږئ کنه
اوبه چې کمې شي د ژرندې کمې څټې لري
رښـتیا دروغ نه مـعلـومیږي (پټـانزیه) یاره
دا د نړۍ ګونګ سیاست خبرې پټې لري