ننګرهار کې د څه باندې ۲۶ ميلیونه افغانيو په لګښت استنادي ديوالونه جوړيږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68747
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2019-05-26


ننګرهار ولايت کوټ او دره نور ولسواليو کې د ۲۶ ميلیونه او پنځوس زره افغانيو په لګښت د ۱۵۵۰ متره په اوږدوالي درې استنادي ديوالونه جوړيږي.
د ننګرهار کلیو پراختیا او بیارغونې رئيس انجینر مجیب الرحمن ضیاء قومي مخورو سره د ناستې په ترڅ کې وویل، چې دغه استنادي دیوالونه په کوټ او دره نور ولسوالیو کې جوړیږي چې نږدې زر جریبه ځمکه به د سیلابونو له ګواښ څخه وژغوري.