په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د اوبو رسونې د دوو پروژو چارې بشپړې شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68753
راحیله جواد
دخبریدو نیټه : 2019-05-31

په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د څه باندې ۸ نیم میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسونې د دوو پروژو چارې بشپړې شوې .
د ننګرهار ولایت کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له لورې د ۸ میلیونه او شپږ سوه زره افغانیو په لګښت د خوږیاڼو ولسوالۍ په پیره خیلو سیمه کې د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو رسونې یوه شبکه او دیرش حلقې څاګانو د کیندلو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې .
د خوږیاڼو ولسوالۍ پیره خیلو سیمه کې د حاجیانو شورا له لورې د څلور میلیونه او نهه اویا زره افغانیو په لګښت د لمریزې برېښنا په وسیله د اوبو رسونې یوه شبکه د ۵ میاشتو په موده کې جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه،چې دوه نیم سوه کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې .
همدا راز د خوږیاڼو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د ۴۶۸۴۶۹۰ افغانیو په لګښت د ۳۰ حلقو څاګانو په کیندلو سره ۴۵۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې