غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68775
نیکمل ځاځی
دخبریدو نیټه : 2019-06-24

 

ژوند آغاز انجام دی او که نه دی
فکر ته مو پام دی او که نه دی

دا دنیا ده څومره سرګردانه
هلته ژوند آرام دی او که نه دی

دا چې د بل چا په خوله ورور وژني
دا سړی غلام دی او که نه دی

قتل د کلدارو په بدل کې
مرګ دلته لیلام دی او که نه دی

ورشه د نیکمل پوښتنه وکړه
ستا په سر بدنام دی او که نه دی