مورنۍ ژبه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68777
سمیع الدین افغاني
دخبریدو نیټه : 2019-06-24

 

 

چې تعلیم په مورنۍ ژبه کې حق دی
مونږهم کړی په پښتو ژبه سبق دی

ما لوستلی دی تاریخ د پلار نیکنو
د ملالې آزادۍ لاس کــې بیرق دی

احمد شاه بابا میړانې ته سلام دی
دې سالار دسرلوړۍ مقام مطلق دی

د میرویس نیکه ویاړنې کار نامې بیا
دي روښانه لکه لمر، لکه شفق دی

د نازو انا د مینې خوږ ژوندون دی
چې یې مینه په هرګل په هر زنبق دی

دا میړانــې کارنامې مو د پلارو دي
چې غلیم مخې ته سپر په یوچقمق دی

راځي ورنو خپله ژبه معیاري کړو
هـــر ټبر د معیاري ژبــې لایق دی
--------------------------------------

۲۱ – ۶ – ۲۰۱۹
م ۰ کال