چوپړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68797
محمد یوسف خدمتګار
دخبریدو نیټه : 2019-07-28

 
د کاغــذي ګلــو ښکلا بانـــدې حساب مـه کــوه
اغـزي چې نه شې قـبلوی شـوق دګلاب مه کوه
لـومـړی تګلاره کړه روښانه د مـنزل پـه لوري
بـیـا زړورخـواله ورځه خـیال د عـذاب مه کـوه
کـه د جـانـان په پالـنګ ویـني د وصال خوبـونه
د ځـانځـانۍ نـه ځان ژغوره غم دنـقاب مه کوه
مینه رسواکـړه چې رقیب په خپلوچاروپوه شي
لکه د لمرسپوږمۍ په مخ باندې حجاب مه کوه
لکه دبازغوندې دښکارغوښې په خپله وخـوره
زما د تن په غـوښـو ته کار د قـصاب مه کـوه
په هرحالت کې خدمتګارستاپه چوپـړکې اوسي
که وس یی نه کـیـدلو نور فکـر خراب مه کوه