د ژوند سلسله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68886
عزت الله ذکي
دخبریدو نیټه : 2019-11-26


زما دي عشق ته تلوسه وه په تلواره نه وه د یو دیدن مي اندېښنه وه په یکباره نه وه

دنیوي مینه یو لحظه وه دوامداره نه وه زما د روح ستړې دوره وه برقراره نه وه

»»»»»

څه په غمونو او دردونو باندي تېره شوله د ژوندون لنډه سلسله وه وفاداره نه وه

»»»»»

آبد منزل ته په ورو ورو مزل ژر ورسېدم دا د تېز باد يوه څپه وه په بارباره نه وه

»»»»»

قراره تاته په ګونډو او په څکېدو راغلمه آغزن مسیر و نه ډېوه وه سمه لاره نه وه

»»»»»

ما ورته اوښکو نه یو ډکه پیمانه ډالۍ کړه یار ویل زهرو نه ترخه وه مزه داره نه وه

»»»»»

باران د کاڼو تل اورېږي پر بارداره درخته مالیار رېبلې يې ریښه وه ثمرداره نه وه

»»»»»

کبابوی هغوی د بل په درد چي خپله زړګی په دردو ډکه يې سینه وه بې پرهاره نه وه

»»»»»

له انعاماتو يې محروم هغوی ته نه رسېږي د چا چي ژبه په خوله وه شکرګذاره نه وه

»»»»»

تاته سپوږمۍ عاجزه وه دلبره مه شې نظر د وصل شپه بله ډېوه وه خو هینداره نه وه

»»»»»

زه ګنهګار سرکښه یمه ستا د عفوي طامع اﺉ ستر خالقه بېله تا مي بله چاره نه وه

»»»»»

ذکي آجل درپسي نن ډېر زیات لټون کولو د روح قابضه مېلمنه وه دستورداره نه وه

١٣٩٨/عقرب/١٥مه ماښام