تر داره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68906
زلمی زلمی
دخبریدو نیټه : 2020-01-05

 

 

څه چې څښلې ما د سترگو په پیالو کې
هغه څښلی دې تا کله په جامو کې

هسې تش ځانته میخور وایې چې زه یم
په یو جام باندې بې هوش شي میکدو کې

محبت، محبت وایې، مجنون نه یې
هسې ځان شمیري قطار د لیونو کې

نه یاغې یې نه باغې یې په خپل عشق کې
هسې بند یې په ناکارو سنتو کې

ای نصرته ځم په عشق کې مې تر داره
نور بند نه یم په رکوع اوپه سجدو کې

۰۳.۰۱.۲۰۲۰
وایله
دنمارک