غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68936
زلمی زلمی
دخبریدو نیټه : 2020-01-21

 


راشـه ای نـاصـحه لــه مـسـتـانو سـره مــل شـه
یا د خدای څراغ شه په دې توره شپه کې بل شه

خـوښ یـم لـه ساقي سـره، سپیڅلې مـیـکـده کې
تـه هـم دلـتـه راشـه، زما د زړه د کعبې پـل شه

نـور د خـدای ځلېږي پـه هـر لوري د دونیا کې
نـور پـه زړه کې سـاتـه، د رڼـو لارو مـزل شه

مــه تـویـوه ویـنـې، تـجـارت د ویـنـو مــه کــړه
لاس لـه ویـنـو ساته، د زخمي زړونو درمل شه

وگــوره نـصـرتـه، قــافــلـه د ژونــد تـېـرېــږي
مـخـکـې لــه خـزانـه د بـهـار د بــڼ غــزل شــه

۱۹ جنوری ۲۰۲۰
وایله
دنمارک