لاړل له گلزاره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 68974
زلمی نصرت
دخبریدو نیټه : 2020-02-16


که پرون بابا رنگ واخست له ښاماره
رنگارنگ گلونه لاړل له گلزاره

که د نن بابا رنگ واخلي له جباره
اوسني گلان به هم لاړ شي له ښاره

که کارغان د بڼ فضا کړي تکه توره
بڼ به ړنگ شي د کارغانو له کرداره

څوک چې  وایي چې  کرم گلان په بڼ کې
هم هغه به گلان ریبي بې قراره

دا وطن په فتواگانو نه جوړیږي
دا وطن به  جوړ په پوهه شي دینداره

 له بابا، بابا ویلو پوره نه شو
ځان آزاد کړه ای پښتونه له دې باره

ای نصرته پښتانه دې خدای هوښیار کړي
چې پیدا کړي ځان ته سمه سپینه لاره
۲۴.۰۱.۲۰۲۰

لایت های
دنمارک