پــاڅــه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69005
يوسف خدمتګار
دخبریدو نیټه : 2020-03-31

د خدائ بخښلي محمديوسف خدمتګار مزدورزوی شاعري

 

کـه خـیـالــونـه مـې هــر څـو د پـســرلي دي
ورکـتـی نــه شـــم د ګـل ســـره اغـــزي دي
انـنــګي مې د لـیـلا ســترګـو کې ګــل شـول
قـــبـول کـــړي دا ګــلـــونــه ما وخـــتي دي
پـه خوله یـوه خـبره کړي مطلـب یی بل وي
دا رقـــیـب دې ژړوي چــې خـــــنـدوي دي
لــږ جانـان تـه هـم د مـیـني کـول زده کـړۍ
ورته وایه چې بې میني ژوندون خوري دې
پـیـوسـتـون به دې دخلکـو ژونـد رڼـا کـړي
کــه دې هـیـلـه وي ډیــوه نـو رڼـــــوي دی
که وصال د مـیـني غــواړې پـسې پـاڅــــه
بـس تـړون پـاڅـون تـر یـاره رســـوي دی
د بــدلـون سـمـون یـاري کـوه تـر ژونــــده
خــدمـتــګاره پــــه ژړا کــې خــنــدوي دی