لمر دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69033
زلمی نصرت
دخبریدو نیټه : 2020-05-17

 


پـاڅـیـدلـی لـوی ټـبـر دی
هم په لر او هم په بر دی

په ویشتلو نه غـورځیږي
جوړ له کاڼو یې ټټر دی

 نړۍ ټوله که یو لاس شي
نه نړیږي چې، چونغر دی

یو که وژنې سل بـه پاڅي
دا د سـتـر ټـبـر هنر دی

د عـارف څراغ مړ نه دی
 د غره سر کې لکه لمر دی