د سولې هیلې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 69113
سمیع الدین افغاني
دخبریدو نیټه : 2020-08-23

 

څوک دی دسولې ارمانجن څوک دلته شرخوروي؟
څوک د پردو په لمسه غم پـه لـر او بر خوروي؟

لارې اوږدې دي د کاروان جـــدا ، جدا منزلونه
یو څوک دحشت په مونږ په مکر او هنرخوروي

ښه پــرې پـــوهیږو د دښمن حیله، دوکه پیژنو
دا چې پــردۍ دلته کې کرکه، بـــد نظر خوروي

زمونږ طاقت زمونږ پـه سوله او یووالي کې دی
بیا به د سولې مرغۍ هرې خوا وزر خوروي

دا چې د سیمې زوړ سیاست په بدلیدلو ښکاري
خدای به په مونږ دعدالت او سولې لمر خوروي

اورو جــرس د ستړو ، سترو کاروانونو لـــړۍ
څوک به دې سولې په کاروان باندې اثر خوروي

افغاني څو بـــه دا مظلوم ولس په غم ژړیږي؟
څو به پردي پر مونږه هره ورځ محشر خوروي؟
--------------------------------------

۲۱ - ۸ - ۲۰۲۰
م ۰ کال