د ولسى جرګې ناسته د تړلو دروازو شاته جوړه شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 7286

دخبریدو نیټه : 2006-05-30

کابل کې د پرونيو ناراميو ا وتاوت يخوالى د اصلى جرړو د څيړلو او په دې هکله دولسى جرګې د استازو ددريځ په اوړند نن ددغې جرګې ناسته د تړلو د وازو شاته جوړه شوه . خبرى رسنيو ته اجازه ورنه کړل شوه چې استازى يې په ناسته کې گډون وکړي .د ولسى جرګى يو غړى اودکابل پخوانى والى ملا تاج محمد مجاهد تيره شپه د طلوع ټلويزيون سره په مرکه کې وويل ، چې نوموړى دولسى جرګې غړي ، خيرخانه کې د ترافيکې پېښې له واقعى انځور څخه خبر کړل . ده وويل ، چې د پېښې په مهال ، دى په همغه سيمه کې وو. پرونۍ پېښه کې درنه مرګ او ژوبله او ډير مالى تاوان رامينځ ته شو .پوليسو ونشو کړاى هرڅه ته خپل کنترول لاندې راولي . نن دکابل ښار په څلور لارو کې د ملى اردو ځواکونه ځاى په ځاى شوي دي او ټينګ امنيتى تدابير نيول شوي دي .