کرز ي د وژل شووکسانوپه اړوندخواښينى ښودلې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 7298

دخبریدو نیټه : 2006-05-31

افغان ولسمشر حامد کرزي د جوزجان ولايت د منګه جيت ولسوالۍ کې د يوې نادولتى موسسې د ٤ تنو وژل شوو کسانو په اړوند خواښينى ښودلې او دا يې يو غير انسانى او اسلامى عمل بللى دى .کرزي د وژل شوو کسانو له کورنيو سره غمرازى ښودلې او وايى د افغانستان د ولس د ترقى او پرمختګ دښمنانو د هغو کسانو په وژلو سره ، چې د سوکالۍ له پاره کار کوي او هيڅ ګناه نه لري ، ثابته کړه چې پ ته د افغانستان د خلکو له وژنې ، بدبخيتو ا ويجاړتيا بل هدف نه لري .ده په دې اړوند د ټينګو پلټنو لارښونه کړې ده .نوموړى کسان چې ٣ يې ميرمنې او يو يې چلونکى وو ، پرون په يو وسله وال بريد کې ووژل شول . د جوزجان يو امنيتى چارواکى نن بينوا ته وويل چې د پېښې په اړونديې څلور تنه شکمن کسان نيولى دى .