ايتلافي ځواکونو دځان ساتني په موخه ډزي کړې وې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 7308
ميرويس ج الزي
دخبریدو نیټه : 2006-05-31

ايتلافی قواوو د کابل په خيرخانه سيمه کی د خپل سر د ساتنی په موخه په مظاهرچيانو ډزی کړی وی

دا ټکی په افغانستان کی د ايتلافی قواوو وياند خب يالانو ته څرګند کړ.
هغه وويل چی د دوی يوه باروړونکی موټر د خيرخانه په کوتل کی له تخنيکی ستونزی سره مخ شو چی وروسته يی بيا ګن د افغان ملکی وګړو موټر ووهل .
وياند وايی چی د ايتلافی ځواکو له خواه لمړنی بيړنی څيړنی دا ښيی خو وروسته به بيا نور جزيات هم روښانه شی.
په دی پيښه کی چی د دوشنبی په ورځ را منځ ته شوه څه باندی ١٢ ملکی موټر چی د واده يو ګل پوش موټر هم پکی وو د ايتلافی ځواکو د لاری لاندی شول .
له دی سره سم د کابل ښار د سترو لاريونو شاهد وو چی په سلګونو زره امريکايی ډالره يی پانګوال زيانمن کړل.