حکمتيار دکابل پېښې ته پاڅون ويلي دى

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 7322

دخبریدو نیټه : 2006-06-01

د حزب اسلامى ګوند مشر حکمتيار له نامالوم ځاى څ خه نن خبري رسنيوته د يوې ليکل شوې اعلاميې په استولوسره چې د نن ورځې نيټه پرې ليکل شوې ،کابل ښار کې د روان کال د غبرګولى مياشتې د اتمې نيټې د دوشنبې ترافيکى پېښې او تاتريخوالى ته د پاڅون نوم ورکړى اود اعلاميې له مخې يې (دامريکايى اشغالګرانو په ضديې د کابل مومن اوزړه ور ولس پاڅون ستاينه کړېده) . په اعلاميه کې راغلى ( چې صليبى اشغالګران څومره بېرحمه او وحشى دي ، وحشى او مستو امريکايانو ته دافغانانو وينې هيڅ ارزښت نه لري . په اعلام يه کې په ګوته شې ، (چې افغانان له اشغالګرو نه کرکه لري) .په اعلاميه کې ويل شوى (له اشغالګرو سره روغه جوړه نشى کيداى او نه دبهرنيو ځواکونو په شتوالى کې صلح او امنيت راتلى شي .)په اعلاميه کې د پاکستان ، ايران ، هند او دافغانستان د ننه يو شمير پېښوته هم ګوته نيول شوي او خپل دريځ يې د هغو په اړوند بيان کړي دي.