كه څه هم دائتلافي ځواكونو يوه ويانده تورن جولي رابرج مني چي دهلمند په سنګين ولسوالۍ كي دوه ائتلافي سرتيرى ټپيان شوي . خو دطالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي د۱۲ ائتلافي سرتيرو دوژلو ادعاكوي .
قاري يوسف نن سهار بينوا ته وويل : طالبانوله يوه پټن ځاي څه دائتلافي سرتيروپر ګزمې بريدوكړ چي په پايله كي يې ۱۲ برطانوي سرتيري ووژل شول اودوه دسورلۍ موټر يې وسوځيدل .
قاري يوسف وړاندي زياته كړه چي دبرطانوي ځواكونو په ځوابي ډزو كي يو طالب هم وژل شوي .