د شهيد حاجي عبدالقدير د څلورم تلين غونډه و سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8309

دخبریدو نیټه : 2006-07-29

نن په ننګرهار كي د افغانستان د فوايد عامې د پخواني وزير او ننګرهار والي حاجي عبدالقدير د څلورم تلين غونډه په داسي حال كي وسوه چي د م رانو جرګې او ولسي جرګې ځينو غړيو هم برخه پكښي اخيستې وه.

غونډي ته د هيواد ولسمشر حامد كرزي هم پيغام لېږلى و چي د ننګرهار د والي ګل آغا شېرزي له خوا ولوستل سو، ولسمشر په خپل پيغام كي د دا ډول غونډو جوړول مهم ګڼلي او ويلي وه، چي د افغانستان په نورو ولايتونو كي هم بايد داسي غونډي جوړي سي.

حاجي عبدالقدير څلور كاله وړاندي په كابل كي د فوايد عامې وزارت مخته په رڼا ورځ ووژل سو، كه څه هم د ولسمشر له خوا د پېښي د څېړلو او د قاتلينو دنيو و لپاره يو څو كسيز كمېسيون په كار وګمارل سو، خو بيا هم تر اوسه د نوموړي مړېنه د يو معما په څېر له افغانانو پټه پاته ده.