په ننګرهار كي د چاودني له امله ۶ پوليس مړه او ۱۶ ټپيان سول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8323

دخبریدو نیټه : 2006-07-31

د ننګرهار ولايت په مركز كي د يوې چاودني له امله پږ دولتي پوليس مړه او ۱۶ تنه ټپيان سول. چاودنه د ښار په يوه جامع جومات كي هغه وخت رامنځته سوه چي د ننګرهار والي ګل آغا شېرزى له مسجد څخه د راوتو په حال كي وو. نوموړى د پخواني جهادي مشر مولوي يونس خالص فاتحې ته د ګ ون لپاره تللى وو.

د كورنيو چارو وزرات وياند يوسف ستانيزي خبريالانو ته وويل چي د ننګرهار د پوليسو په يوه كورولا موټر كي مخكي له مخكي چاودونكي مواد ځاى پر ځاى سوي وه كوم وخت چي شيرزي له مسجد څخه راوتئ د ريموټ په واسطه والوزول سو. نوموړي وويل چي شېرزي ته په بريد كي كوم زيان نه دى رسېدلئ.