چارواكي: د ګرمسېر په نښته كي ۲۱ طالبان وژل سوي دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 8324

دخبریدو نیټه : 2006-07-31

د هلمند امنيه كومندان جنرال نبي م لاخېل وايي چي تېره شپه يې په ګرمسېر ولسوالي كي ۲۱ طالبان وژلي دي، ده وويل چي دا عمليات د ملي پوځ، پوليسو او ايتلافي ځواكونو له خوا په ګډه ترسره سول، چي له دولتي او ايتلافي ځواكونو ځني څوك نه دي وژل سوي. بل پلو د طا بانو وياند قاري يوسف احمدي د نښتي پخلى وكړ، خو ور اوښتى زيان نه مني او وايي چي وژل سوي كسان طالبان نه بلكي ملكي كسان دي.